(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.02.2021غزل

[22.Feb.2021 - 15:24]

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۵۰۱

.

زما عشق په هغه شان دی، لکه و

ستا خاطر هغه سندان دی، لکه و

.

که ته هر څو بدقولي او بدعهدي کړې

قول، عهد مې همان دی، لکه و

.

خرخښې دې لکه وې، په هغه شان دي

فتنه ګر دې سُور پېزوان دی، لکه و

.

د رقیب خبره مه نغوږه اې یاره

چې رقیب هغه شیطان دی، لکه و

.

د بڼو په ناوکیو دې غلبېل کړ

نښانه مې درته ځان دی، لکه و

.

په خاطر باندې مې داغ دی، ستا د لاسه

ولې هسې بې درمان دی، لکه و

.

بل ګمان فکر، خاطر لره در مهٔ وړه

خوشال ستا بندګان دی، لکه و

.

چې دې زړه هسې پرې ناز کوه دلبره

په خوشال دې خاطر ګران دی، لکه و

.

.

خاطر = ۱) زړه ۲) فکر

سندان = سټ، هغه اوسپنيزه آله چې پښ ورباندې وسپنه ږدي او پر پلک يې وهي

قول = ژمنه، ژبه (کول)، پازه، وعده، عهد

همان = هغه، هم هغه، هم دغه

خرخښه = ۱) جګړه، جنګ، جنجال، ژړل، ناهيلي کول ۲) وسواس، وسوسه، تشويش، د زړه پرېشاني

فتنه ګر = اور لګاو، اور ګډی، شرګډی = شریر، شرارت انګیز، شرارت پیشه

نغوږل = اورېدل، غوږ نیول

ناوک = غشی، تير، خدنګ، ناوکی

نښانه = نشانه، هدف، موخه، اثار

درمان = درملنه، دارو درمل، دوايي، علاج

بندګان = د بنده ډېرګړی (جمع)، غلام، خدمتګار

(ممتازخان)

-
بېرته شاته