(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.02.2021غزل

[10.Feb.2021 - 12:47]

په ما صرفه دې د هر ظلم هغه ګران نه کوي

خو چې سبا په ټیټو سترګو بیا ارمان نه کوي

 

نن مې رقیب د یار د مخ په سپین جومات کې لیده

هسې چا ویلي، چې مونځونه کافران نه کوي

 

زما یاران بلا تورونه په یارۍ لګوي

خو په یارۍ باندې پیسه قدرې تاوان نه کوي

 

د خپل ښایست دوران یې ټول زما په زړه کې تېر کړه

دا وایي څوک چې ښکلي یو ځای کې ګذران نه کوي

 

زه په ترخې خبرې مرم عمردراز مروته

زما د قتل ډېر سوچونه دې یاران نه کوي

 

ارواښاد عمردراز مروت

 

 

 

-
بېرته شاته