(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.02.2021هسې

[10.Feb.2021 - 12:45]

هسې

تا ویل زړه کې مې خبرې

ما ویل څه دي راته وایه

په خندا دې ویل چې هسې

ما ویل هسې دې قربان شم

 

په دې هسې کې دې څه دي؟

څه خواږه دي که تراخه دې؟

دا ګلونه  که اوبه دي؟

وایه څه دې چې په زړه دي؟

 

تا ویل زړه کې مې خبرې

ما ویل څه دي راته وایه

تا ویل نه نه هیڅ هم نشته

نه خواږه شته ، نه ترخه شته

نه ګلونه ، نه اوبه شته

 

خو بس هسې یو څه شته دي

نه پوهیږم چې دا څه دي

په دې زړه کې مې پراته دي

څه دردونه دي خواږه دي

کله لږ شي ،کله ډیر شې

لاس تر غاړې مې چاپیر شې

رایادیږي، رایادیږي

نه هیریږي، نه به هیر شي

 

ما ویل یه شومې بخیلې!

ننواتې درلیږمه

خپلې ماتې ګوډې هیلې

دا خواږه ، خواږه یادونه

پاڅه ! ټول راسره نیم که

نیم به ستا ، نیم به زما شي

دا په تول راسره نیم که

 

تا ویل نه کیږي شاعره

ما ویل ولې ولې ولې ؟؟؟

تا ویل هسې هسې هسې !!!

ما ویل هسې دې قربان شم ...!

 

پیرمحمد کاروان

Pir Mohammad Karwan

-
بېرته شاته