(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.02.2021احتجاج

[10.Feb.2021 - 12:25]

پښتون چې هر ځاے قتلېدو ما احتجاج کړے دے

ظلم چې هر خوا ته کېدو ما احتجاج کړے دے

ـ

هغه چې تلو زه د تقدير  په فېصله غلې وم

هغه چې بيا څنګ ته راتلو ما احتجاج کړے دے

ـ

ته څه خبر يې ما به دا کرښې غندلي نه وي؟

ورور چې د وروره بېلېدو ما احتجاج کړے دے

ـ

هغه اتل نجيب چې ځوړند وو دنيا ليدلو

يو لوے اسمان چې نړېدو ما احتجاج کړے دے

ـ

يو څوک وو ستا په شان کېدو خو هغه ته خو نه وې

هغه چې ستا په شان کېدو ما احتجاج کړے دے

ـ

د چا د لاسه چې مې ټول وجود زخمي زخمي دے

هغه چې مړے زما وړو ما احتجاج کړے دے

(ارمان لوڼی)

...........

پر هر قدم پر هره لار  ما احتجاج کړی دی

 ستا پر هر ظلم پر هر کار ما احتجاج کړی دی

 

څوک ملګري کوي که نه زه يې حتماًغواړمه

 دا خپله خاروه خپل اختيار ما احتجاج کړی دی

 

لالا زما د بچو غم به خورې که نه را لمه

 ځم پرې کوم دا ازغن تار ما احتجاج کړی دی

 

په څو يې خرڅ کړو پر دښمن زه ترې حساب غواړمه

 تر غاړه نيسم خپل سالار ما احتجاج کړی دی

 

د ترهګرو شا ته لاس دی د وردۍ خبر سئ

 پر دېوال كاږم دا شعار ما احتجاج کړی دی

 

زما په مذهب کي ناروا ، ستا په مذهب کي روا

 د يوې پېغلي پر سنګسار ما احتجاج کړی دی

 

ارمانه دغه بې ضمیر ولس ته ناري وهم 

 د قام ناتار، دقام ناتار ما احتجاج کړی دی

 

سيده حسينه ګل کاکاخېله

Saida Hassina gul Kakakhela

-
بېرته شاته