(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.02.2021پښتانه زلمیان

[10.Feb.2021 - 12:22]

نن ځلميان د پــــــــــــــښتنو تجربه کېږي

تماشــــــــو له يــــــې ولاړ دی ټول جهان

دا يادګار به تــــــــر قيامتــــــه پاتې کېږي

مېړنيه دا دی وخــــــــت دی د مېــــــــدان

 

نن ځلميــــــــــان د پښتنو په جوش راغلي

ګـوښي ګـوښي لکه مست زمری غورېږي

د همت تورې لاســـــــــــــــــونو کې نيولې 

د پتنګ غوندې پــــه سرو لمبو غور ځېږي

سمه غـــــــــــــــــر واړه څېرمې خوځېدلی

سين په خس او په خاشــــــــاک کله بندېږي

د هريو وينه رګـــــــــــونو کې اېــــــــشېږي

د رڼو تورو به جــــــــــوړ کاندي بـــــــاران

يا به د روح او تـــــــــن سره ډېر ګران شي

يا به جوړ کړي مســـــــــــــتقل پښتونستان

بېلول د روح او تن سره ډېــــــر ګران ش

ازادي او بښتانه دې روح او ځـــــــــــــــان

نه به ځمکې ته کوز ستوري د اسمان شي

نه پښـــــــــــــــتون به د بل چا شي غلامان

هر هم جنس د خپل هم جنس سره جوړېږي

چېـــــــــــرته ګل چېرته بلبل چېرته زاغان

پښـــــــــــــــتانه دخپلې خاورې پتنګان دي

پتنګ نه کـــــــــــوي د شمــعې ځنې څنګ

نه وېرېږي له غلـــــــيمه ســــــربازان دي

خـــــــــــدای ورکــړې خزانه د نام و ننګ

به جــــــــــګړو کې آزمــوده پهلوانان دي

مخـــــــــــامخ ځي که کوهي وي يا ګړنګ

وزی نامــــــــــه د ازادۍ نه قــــــربانېږي

دا د ستــــــــــــور دی په دنيا کې د افغان

ای پښتــــونه پلار نيکه ته دې لار ورکړه

دا کـــــــــږې جنــډې پرې چا دي ودرولي

ته هم نر شه سر ومال په دې لار ورکــړه

د همـــــــــت توره دې ټينګه کړه په ملا

احمــــــــدشاه بابا کيسو نه ځان خبر کړه

دښـــــــــــمنان يې دي تر کومه زغلولي

خو زما ملنګ جان سترګې نه غــــړېږي

اديـــــــــــرې ته کتی نه شم په هيڅ شان

-
بېرته شاته