(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.02.2021مدهوشه دېوانه

[04.Feb.2021 - 23:34]

سید عبیدالله نادر

 

کال ۱۳۵۳کابل  

مدهوشه دیوانه  

چي په ژبه می ، جاري ستــا ترانه شوه

په خنــدا راته ،په مخ کې زمـــــانه شوه

تواضـع می د ساقی ، هومره ده ، کړي

چــي انداز د هر کـلام می ، رندانه شوه

د غمــ-و بارونه هلته ، رانه سپک شول

نشیمن چي می ، په ګوټ د میخانه شوه

د هغي لمــحي سکون می ، نه هیریږي

د ساقي په لاس چي ، ډکه پیمـــانه شوه

د مستـــــــــانوپیالي می ، کړلي ما تي

ځــکه نوم می ، یو مدهوشه دیوانه شوه

درمندونه می ، دصــــبر او او سیلو وو

خو د یار په در کي ، ټولـــه نذرانه شوه

په دســــتور د یارانئ باندي ، آشنا شول

چي یي زده ، زمـا د مینې ، افسانه شوه

ګـیله نشـــته ، دیارانو ، بی مــــهرې نه

چـــي بدله په دي دور کي ، یارانه شوه

سید عبیدالله نادر

...................

د یو پادشاه د پند او عبرت نه ډکي خبري

 

کله کله ، په خپل عجز باندی نظر

په حالت، د هر انســــان کوی اثر

بزرګانو، لدې لــیاری نه، هر کله

په حریم، د ولایت کــــــړی ګــذر

یو پادشاه چې د فانی دنیا له ژونده متأثره او په خپل حال ډیر اندیښمند وو .یعنی د زړه په سترګو یې خپل انجام لیده ،او کله کله به يې د خلکو د حضوره پټ پنهم په خپل حال ژړل ،نو وايي چې یو کس د نژدې دوستانو څخه ورته ورغی او وي وئیل : چې ستا هغه فلانی دښمن هم خدای تعالی واخیست ،پادشاه  په یو عبرت اندازه لهجه ورته ووئیل : آیا دا دې هم کله اوریدلي چې مونږ به پریږي ،یعنی مونږ به هم پاتي کیږو ،پایله دا چې د هیڅ چا په مرګ خوشالی نه ده په کار

د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار

چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغه لار

په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي

چي یي تل وي له خپل انجامه ځیني ډار

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته