(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2021داچې سره وینه

[04.Feb.2021 - 16:12]

پښتانه د پښتونخوا درانه شاغلي

د مغلو سیلاب یوړل لکه خلي

ستر خوشال بابا

........

دا چې سره وينه بهيګي او توده وينه بهيګي .

لر او بر مى په وطن کې پښتنه وينه بهيګي .

پيښور په وينو سور شو او تازه وينه بهيګي .

ګرانه اوس کابل ته مه زه بس رازه وينه بهيګي .

يو پښتون وزیرستان کې ٠

بل پښتون بلوچستان کې .

دواړه مړه شو په ارمان کي ٠

د وختونو په زندان کې .

په دي ګړ د پښتونخوا کي ٠

په کابل او په پکتيا کې .

اے د ورځې په رڼا کې ٠

خه خکاره وينه بهيګي او توده وينه بهيګي ٠

لر او بر مي په وطن کې پښتنه وينه بهيګي .

 

په ګناه مو خبر نه يو ٠

چې په سه باندې مو وژني .

چې په بدو کې يى مړه کړو ٠

که په خه باندې مو وژني .

په جرګو کې مو راټول کړي ٠

په جرګه باندې مو وژني .

څه نا څه به راله ګوري ٠

څه نا څه باندي مو وژني .

په اسلام باندې ميئن يو ۭ٠

عقيده باندې مو وژني .

د هندو نه يى جدا کړو ٠

نظريه باندي مو وژني .

خپل برجونه يى ګوزار کړل ٠

بهانه باندې مو وژني .

يو ميلمه کاله ته راغلې ٠

په ميلمه باندې مو وژني .

په چا ګرمه وينه ډنډ شوه ٠

په چا مړه وينه بهيګي او توده وينه بهيګي ٠

لر او بر مى په وطن کې پښتنه وينه بهيګي .

دا چې سره وينه بهيګي او توده وينه بهيګي .

لر او بر مى په وطن کې پښتنه وينه بهيګي .

 

دغه وينه به اودريګي ٠

دغه وينه به اوچيګي .

دغه وينه به جوشيګي ٠

دغه وينه به خټکيګي .

دغه وينه به لنږيګي ٠

اے د سائنس اصول پريګده د پښتو خبرې واوره ٠

اے د سائنس اصول پريګده د جذبو خبرې واوره ٠

دغه وينه به لنږيګي

بيا به بل خوشال پيدا شي ٠

بيا به بل مغل په دار کي .

بيا به بل شيرشاه پيدا شي ٠

دا به خپل دشمن مردار کي .

بيا به بل نجيب پيدا شي ٠

دا به سنګه سوک سنګسار کي ؟ 

بېا به بل امان الله راشي ٠

وخت به بل غازي تيار کي .

 

دغه وينه دي بهيګي دغه وينه دي بهيګي .

پښتنو عبث به نه زي . ليونو عبث به نه زي ٠

 

د دي ويني د شوخي نه ٠

د دي ويني د مستۍ نه .

د دي ويني د سرخۍ نه ٠

بل کاروان به پيدا کيګي .

بل حيران به پيدا کيګي ٠

د فقنار ماتم به نه کۍ ٠

د چينار ماتم به نه کۍ ٠

د دي اوښکو اوښکو سترګو ٠

د خمار ماتم به نه کۍ .

د فقنار بدل به اخلي د چنار بدل به اخلي

د دي اوښکو اوښکو سترګو د خمار بدل به اخلي .

د دي سري ويني د جوش نه ٠

د تودي ويني د جوش نه ٠

دا په لارو کي چي تويي شوه ٠

هم د دي وينى د جوش نه ٠

شاعري به پيدا کيګي ٠

بل غني به پيدا کيګي ٠

پخواني غني به نه وي ٠

ليوني غني به نه وي ٠

د حلوه دشمن به نه وي ٠

د ملا دشمن به نه وي ٠

د حلوه قيصه به نه کي ٠

د ملا قيصه به نه کي ٠

دا به نوري نغمي وايي ٠ 

بيا به سپوري نغمي وايي ٠

په نغمو کي به يى شور وي ٠

په نغمو کي به يي زور وي ٠

په نغمو کي به يې اور وي ٠

خو نغمې به يي د دهشت وي ٠

او نغمې به يي د وحشت وي ٠

 

د دي ويني د غيرت نه د غيرت چغه راخيژي

او د دي غيرتي غګ سره د اجمل رباب ټينګيږي 

باباګان به رالړزيګي ٠

عالمان به راپاڅيږي ٠

د خپل قام سره به اودريګي ٠

د جندول عمرخانه د روښان سلي جوړيګي ٠

د پښتون فکر لمبه شو سري لمبي ترى نه بليګي ٠

شاعران به يو زائى کيګي ٠

ليکوالان به راټوليګې ٠

د ساحل پتري کچکول د اباسين غاړې ته لويګې ٠

د پښتنو خيرات به غواړي د پښتو خيرات به غواړي ٠

بېرته شاته