(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2021کاروان او

[04.Feb.2021 - 16:09]

ځمکه وه شهیده شین آسمان په جنازه کې و 

سر په سر دا څه موده جانان په جنازه کې و 

 

سوله په تابوت کې پسې اوښکې صف ولاړې وې 

جنګ یې بې اودسه را روان په جنازه کې و 

 

یو موټي لونګ آشنا عابد باندې مې غږ وکړ 

غلی و، د هیلې د ارمان په جنازه کې و 

 

شنه زرغونه رنګ په سور کفنو شهیدانو وه 

لمر سلګو نیولی  د باران په جنازه کې و 

 

سره ګلونه زړونه یې ړندې ږلۍ وهلي وو 

تش خالي لاسونه یې باغوان په جنازه کې و 

 

غم د کومې بُورې مور د ورارې خور به و ګالو 

دوه درې نه دي درست افغانستان په جنازه کې و 

 

ستا آواز یې واورېده خو ژبه یې کولپ زړه یې کولپ 

ډېر و بښه یاره چې کاروان په جنازه کې و 

 

۲۰ قوس ۱۳۹۹ هجري شمسی، خوست توره وړۍ

کاروان 

Pmkarwan Karwan

 

 

دعوه

ښاغلی عبدالباري جهاني

ورکه مېنه - مخ ۲۰۲

.

کندهار مې د بابا په قباله دی

که پنجشير دی، که واخان دی، وطن زما دی

.

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی

په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

.

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی

دا په وينو روزل شوی چمن زما دی

.

له نيکه راپاتې شوی په ميراث دی

دا د مشکو رباتونه ختن زما دی

.

سرداري يې زما په پچه ده ختلې

له آمو تر مست هلمنده، ماء من زما دی

.

که تاجک دی، که اوزبک دی، يو افغان دی

د دې خاورې هزاره، تورکمن زما دی

.

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې

امتياز يې د وهلو کشتن زما دی

.

ښه يې زما دی، بد يې زما دی، هر څه زما دی

د دې خاورې ارغوان او زغن زما دی

.

دلته هره تېږه، کاڼی، بدخشان دی

دا لالونه، غرونه غرونه دمن، زما دی

.

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی

دا بهار، دا لاله زار او ګلشن زما دی

.

دا مورچل مورچل پکتيا او دا شیربرېتي

چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

.

که ميرويس دی، که اکبر، که مسجدي دی

هره تُوره، هر ميدان او تورزن زما دی

.

فتح زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی

شهيد زما دی، د ويرژلو شيون زما دی

.

چې په زړه کې څه در تېر نه شي آسمانه!

چې پرون مې د نيکونو و، نن زما دی

.

.

دعوه = ۱) د حاکم په وړاندې له يوه سړي څخه د بل سړي حق غوښتل، غوښتنلیک وړاندې كول، هيله كول، اسره كول ۲) دعوا، دنګله، لانجه، شخړه، جګړه، ادعا

قباله = پلورلیک، قواله، د ملکیت سند، د پلورو (خرڅولو) سند

لوېشت = لېشت، د غټې ګوتې او خچې ګوتې تر سره واټن (فاصله)

غاټول = لاله، مرغټ، شندی، شیندی ګل، غانټول، خاټول، سندوی

ختن = د ولسي چين د جمهوريت د سنکيانګ په ايالت کې د يو ښار او د يوې سيمې نوم دی، دا سيمه په تاريخ کې ډېره مشهوره او مُشکو يې بين المللي تجارت درلود

پچه ختل = ۱) عسكرى خدمت ته غوښته، عسکرۍ ته جلبېدل ۲) د خسڼي (قرعه، پچه) ايستلو په ذريعه د چا ونډه ټاکل کېدل

امتیاز = ۱) توپير، بېلولی، بېلتون، فرق، تميز، جدایي ۲) ښه والی، لوړوالی ۳) هغه حق يا اجازه چې د دولت له خوا د ورځپاڼو، مجلو او ته ورکول کېږي

ماء = اوبه

نفاق = مړغنډۍ، بې اتفاقي

کشتن = وژل، مړ کول، قتل کول

ارغوان = ارغمان، يوه غرنۍ ونه ده چې ګردې پاڼې لري او ګڼ سور ګلان کوي

زغن = ټپوس، موږک باز

تېږه = کاڼی، بغرګه

فلک = اسمان، هسک

دښن = دره، تنګی، ترۍ، ناوه، تنګه، راغه

ازل = تندی، قسمت، تقدیر

تقسیم = وېش

فتح = بریا

فخر = ویاړ

ويرژلی = غمځپلی

شیون = شېون، سانده، فریاد، ګریه او غم

.

.

-
بېرته شاته