(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2021څه به ته

[04.Feb.2021 - 16:07]

چې دې وس د بدو نه وي څه به ته څه به دې  ښه وي

توبه هلـــــــــــــه د شرابو چې شراب درته پراته وي

..

چې بوډا شې خولـــــه کړشپه بیا توبه توبه د څه کړې

هغه ښــــــــــــه د بدو بد وي د ناکامه چې ته ښه کړې

..

نو ملا لاس د ټوکړو شکور ته رندانو تــــــــــــــه خراب

غریب څه وکړي جومات کې نه معشوق شته نه شراب

..

دا چې باغ د ګلو ډک وي مستانه غوندې ماښـــــــام وي

داچې سرې سترګې ساقي په سور لاس نیولی جام وي

..

داچې تاته رڼې سترګې غلي ووایي ســـــــــــــلام

په مکېز د زړه کې بل کړي او د مستۍ دوزخ تمام

..

راشه راشه زما یاره وخت دې لــــــــــــــږ خبرې ډېرې

او بیا دې رو شان د اوږو نـه پستې لېچې کړې چاپېرې

..

خوله د خولې ته کړي درپورته شونډې سرې تودې بیهوشه

لکه بله ډیوه رپي د ځوانۍ مستۍ د جوشـــــــــــــــــــــــه

..

سینه دروړي سینې لا د بخمل هسې ریښمینه

د ارمان او مینې ډکه د نرګسو نه نیازبینـــــه

..

او ستا وجود یو سمندر شي د طاقت اود ســــــــــــــرور

زړه دې واخلي هغه اور چې اور دې او هم نــــــــــــــــــور

 

نو ته چې دغه وخت اوچت شې او را شروع شې په ژړا

نو لېونی وائی قسم دې چې یا خو غوث یې او یا  هجړا

 

غنـــــــي خان

-
بېرته شاته