(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2021دقام خدمت

[04.Feb.2021 - 15:40]

چې د وطن لپاره ډېر غټ تکلېفونه  باسي

د ازادۍ لپاره جیل کښې زحمتونه باسي

زما سلام دی په هغوۍ، چې سخت په ځان تیروي

د قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

دقام عزت غواړي

  دا لیډران د پښتون

فداکاران د پښتون

خدمتګاران د پښتون

دخدای لپاره ورونو ټول شئ، ځانځاني مه کوئ

زړونه مو یو کړئ،سره یو شئ ناداني مه کوئ

وکړئ پوښتنه د بندېانو ناځوانۍ مه کوئ

که غیرتمن پښتون وي

په زړه دردمن پښتون وي

په قام مین پښتون وي

وروستنی نسل به ددوۍ څنګه احسان هیروي

د قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

(ملي شاعر ملنګ جان)

-
بېرته شاته