(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2021سوله

[04.Feb.2021 - 15:33]

د سولې هیله

غندل غندل ځوانۍ په ختمیدو شوې سولې کله راځې

 

د زخمي زړونو وینې په څڅیدو شوې سولې کله راځې

 

  د تفدیر په زولنو کې ساه  لنډه او زګیروي  دي

 برخې د قسمت په غرقیدو شوي سولې کله راځې

 

  د ژوندون بیړۍ شوه ماته د ستم په سمندر کې 

   لا درکې  لارې ورکې په کلو شوې سولې کله راځې

 

 هک حیران یو  هیڅ اثر د دوعا نه ښکاري په سترګو

ارمانونه خاورې کیږي توبې په بندیدو شوې سولې کله راځې

 

   د حورو په هوس کې د ځوانۍ وینې تودې دې 

 ترهګر ضد جګړې په ګرمیدو شوې  سولې کله راځې

 

   د استبداد ښامار  تاو شوي  ګردچاپیره  دی 

 وحشت نیولې پرګڼې په ژړیدو شوې سولې کله راځې

 

 چمنونه سوزیدلې ، ګلان دي مړاوي  مړاوي

 چې بوراګان مست بیا په نغمو شي سولې کله راځې

 

   د ارامۍ او ښیرازۍ سره که راغلې دې محالت ته

  نور جهان او پنجاب به په زارو شي سولې کله راځې

 

   سل وارې مسته او خوندوره دې نیشه ده له شرابو

  په یو جام به دې شیخان په نڅیدو شې سولې کله راځې

 

   ستا راتګ د سبا زیري ، د سختو سختو شپو دی

  چې دا د فراق شپې په لنډیدو شې سولې کله راځې

 

    که میلمنه د هر کور اونغري شې، قدردانه به شې

 هر ګام به دې اوچت پاس په لیمو شي سولې کله راځې

 

  تیر شو تیریږې ټول عمر  په ذلت کې ته خو راشه کنه

 خوشحالې نصیب د ټول افغان او کنړو شې سولې کله راځې

 

  خوب مې لیدلې ،  (ګرانیې تعبیر ستا د راتلو کولو 

  شونډې زما په مسکیدو  شوې  سولې کله  راځې

معاون ګران برهاني

-
بېرته شاته