(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.01.2021د وطن

[23.Jan.2021 - 15:45]

ته نه وينې که ړوند يي? د افغان جنازه لاړه😢

پښتونه! يو ځل بيا دې د ايمان جنازه لاړه 😢

شپلی يي درته ماته کړه رباب يي ستا په دار کړو

د ډول, او دسورڼي, جنت نشان جنازه لاړه😢

ته اوس هم د نفرت اورو ته تيل دي چه ورشيندې

لعنت دې په قلم شه د هر ځوان جنازه لاړه 😢

د علم او د پوهې منارونه يي نيست نابود کړل

ژوندی منظر يي مړ کړ, د ارمان جنازه لاړه😢

شاعره دغه خلک ستا په درد کله پوهيږی

شاهي د بې ګناه خلکو دا شان جنازه لاړه😢

اواز چه ښځه وباسې, بازار کې يي سنګسار کړي

هوا وه, که مريم, که د مرجان جنازه لاړه😢

ممبر يي قبضه کړای, په قران که مسلمان وي

شيطان ورننوتی, د اسلام جنازه لاړه😢

دا خلک يي وحشي کړل د فتنو په فتو مست دي

د مسجد, او د ممبر, او د قران جنازه لاړه😢

د دين او د مذهب په نوم يي خدای رسول بدنام کړل

احساس او ضمير وژني, د ويجدان جنازه لاړه😢

دا کوم رنګه نشه يي د مذهب په نوم درکړې ?

ستا عقل يي وژلی, د پوهان جنازه لاړه😢

دا خلک د نفرت او خودخواهی په اوږو سوار دي

شيطان يي دی قاضي, رحيم, رحمان جنازه لاړه😢

شاهي له دې ځای ورک شه, دغه خلک څارويان شوی

ددې رمو په مينځ کې د انسان جنازه لاړه😢

منظوره درته خير شه دا جګړه به ګټل غواړي

د سوات, کابل, چمن, وزيريستان جنازه لاړه😢

 
-
بېرته شاته