(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.01.2021نظم

[23.Jan.2021 - 15:38]

ډاکټر سلمٰی شاهين صاحبې ته ډالۍ

 

د  پښتو وياړ د ننګ شمله وړ د سيالۍ ده شاهين

د  ژوند  رنګونو  د  سندرو  شهزادګۍ  ده شاهين

 

د خپلې خاورې په ژوند رنګ او په فولکلور مئينه 

د  ګودر شور  د تورې شرنګ  او په فولکلور مئینه

 د بنګړو شړنګ د رباب ټنګ او په فولکلور  مئینه

 

د  خپل اظهار  ستره   نامه د  شاعرۍ  ده  شاهين 

د  ژوند رنګونو  د سندرو    شهزادګۍ  ده  شاهين

 

په   عظمتونو   خپلو   ننګ  ننګ    پښتنو   مئینه

په  ارزښتونو  د  فرهنګ    فرهنګ   ټپو      مئینه 

په  نضهتونو  د غورځنګ   غورځنګ  جزبو  مئینه

 

د‌ خپل  قلم  په  وياړ   وتلې  توريالۍ ده   شاهين

د   ژوند  رنګونو  د سندرو  شهزادګۍ  ده  شاهين

 

په   حنائي   ښکلا   اترنګ    اترنګ   وږمو   مئینه 

د  خپل ګلرنګ  ګلرنګ  وطن    په    ګلدرو   مئینه

د  خپلو  دښتو  په  اهنګ  اهنګ     سپرلو    مئینه

 

د ليک تخليق د خپل زمان نظم  زادګۍ ده  شاهين

د   ژوند  رنګونو  د  سندرو  شهزادګۍ  ده  شاهين

 

په   داستانونو   د    لونګ    لونګ    قيصو    مئینه

په    الفتونو   د   ارژنګ     ارژنګ     قيصو   مئینه

د    کتابونو  په سب رنګ  سب رنګ  قيصو   مئینه 

 

سنګره !   سياله   د   اظهار   په  ازادۍ  ده  شاهين

د   ژوند  رنګونو  د   سندرو   شهزادګۍ  ده شاهين

 

نورالاسلام سنګر

-
بېرته شاته