(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2021ملا

[14.Jan.2021 - 14:50]

او بیا کہ دا وجود شی جوڑ شھوت  خورے شراب وی۔

مست مست ھلکان چہ بہ ھم خکلی ھم خراب وی۔

گورہ ملاگئ تہ۔چہ د لاسہ ئ درلہ گیرہ کی۔

تہ بہ ورتہ گورے او ھغوی بہ ئ درلہ تیرہ کی۔

او لونڑہ دے رااونسی او مور ورلہ پہ مخہ کی۔

ٹولہ خیل خانہ بہ درلہ گرمہ کی او یخہ کی۔

دغہ کہ جنت وی ملا۔رب دے ورلہ بوزہ زر۔

ددعہ دلہ توب نہ زما زر زلہ دے خوخ سقر۔

دا خو وجود نہ لری یو مست او رنگین خوب دے۔

خورے او علمان د مینے خیشت او لیونتوب دے۔

یا داتہ چہ وائے ۔دا رختیا کہ ستا کتاب کے وی۔

ٹول علمان بہ مڑہ وی۔پختانہ بہ پہ عزاب کے وی۔

تالہ ملا جانہ رب دے درکڑی جنتونہ ڈیر۔

اوس پوھ شوم جہ ولے دا اوگدہ کوے مونزونہ ڈیر۔

زہ بہ۔سور دوزح لہ خپل عیرت او عرور اوسمہ۔

زان سرہ بہ خپلہ حیا ۔خیشت او سرور اوسمہ۔

اوور وی کہ عذاب وی تیرہ وم بہ ئ لکہ خان۔

تہ ھمسا پہ لاس شڑہ د خزو نہ علمان۔

 

 

 

 

 

د یو ملا نه می تپوس وکړ

ما وئیل ملا صیب جنت به څه وی ؟ 

هغه په ګیډه لاس وهو وئیل یې 

تازه میوې او دشیدو رودونه 

خواکی یې کتاب ته یو طالب ناست و

ما وئیل ته به په کې څه ووایې ؟ 

د زلیخې کتاب یې بند غوندی کړو 

وئیل یې ښایسته حوری او شنه خالونه 

شیخ د تسبو امیل په لاس ولاړ وه 

په خپله ګیره کی یې لاس وهلو 

د پری را و دانګل چه داسی نه ده 

ښکلی غلمان او جنتې سرونه 

یو خان په لویه سجده پروت پاسیده

ما وئیل چی خان کاکا ستا څه رایې ده 

خپله شمله یې سمه وله وئیل یې 

د سرو او سپینو امبری کورونه 

خواکی یې یو ستړی څه لیدل ولاړو

ماوئیل مزدوره ته جنت پیژنی ؟ 

د خپل تندی خوله یې وچه کړله 

وئیل یې مړه ګیده خواږه خوبونه 

یو لیونې غوندی په لار تیریده 

ما وئیل ای فلسفې ته څه وایې ؟ 

خپل ببر سر یې ګرو وئیل یې 

بس د انسان د خوشحالو خوبونه

 

 

 

غني، ملا او د جنت تصور

 

مؤمن د غیب او شهادت دواړو عالمونو باندې ایمان لري. د غیب یا نامحسوس عالم پۀ اړه زمونږ تصورات بېخي نیمګړي دي او اصلاً یې پۀ اړه سوچ هم نۀ شو کولی. کۀ سوچ کوو هغه به هم زمونږ وهم وي. لکه څنګه چې یو حبشي تور پوستي ته خدای تک تور ښکاري او یو اروپایي ته سور او سپین! دا ځکه چې همدا د دوی د ښکلا معیارونه دي. ویل ډورانټ وایي کۀ چېرې حیواناتو فکر کولی شوای، غوا ته به خدای د غوا او فیل ته به د فیل پۀ شکل ښکارېدۀ.

پیغمبر ع فرمایلي چې جنت کې داسې شیان دي چې سترګو نۀ دي ليدلي، غوږونو نۀ دي اورېدلي او پۀ زړۀ کې نۀ دي راګرځېدلي. خو ملا ته جنت هماغه روایتي باغ ښکاري چې کېلې ته یې زړۀ وشي خپله به ورته پۀ هوا کې تیاره سپینه شوې راروانه وي

ملا هم د جنت غیب عالم د شهود پۀ عالم باندې قیاس کوي او د خپل طرز تفکر مرچ او مساله ورسره ګډوي نو بیا ترې داسې شی جوړ شي چې حوره ۱۷۰ متره کړي😊 نو بیا غني خان وایي چې؛

"زۀ به حورې څۀ کړم چې یې غېږ کې کېنوی نۀ شم

غټو مستو سترګو ته یې پۀ سرو سترګو کتی نۀ شم"

 

ډوډۍ غړپ، حلوا قپ، پۀ پیسو قربان او ستي ملا مخاطب کوي چې "جنت نۀ کوټه ده، نۀ کلی دی، نۀ ښاريه ده چې تۀ به تسپې ګاڼه کړې او ټکټ به ورله واخلې او د خیرات پۀ سړې ډوډۍ او د کیر پۀ دېګ به ورله سور لاړ شې.

جنت د ښایست کمال دید کمال ښایست دی. جنت د خوار سړي ارټ نۀ دی چې پۀ یو څو زرو روپو به پکې مالدار ځان له مينه واخلي او نۀ جنت د پېرنګي پینشن دی چې لس شل کاله به یې تش پۀ پرېټ واخلې.

حوره د بمبۍ اېکټره نۀ ده چې اتۀ انې ټیکس به ورکړې او پۀ خندا او ګډا به یې ووینې."

 

خو جنت دی څۀ؟

"جنت یو خیال دی، د عشق د مستۍ یو رنګ

جنت یو شرنګ دی، د ځوانۍ د ګونګرو غورځنګ

جنت نازک دی؛ د ګل د ارمان هسې

جنت ښایسته دی، زما د جانان هسې"

 

شاید سیکس د جنت يوه ډېره کوچنۍ برخه وي. شاید جنت کې څوک داسې لذتونه ومومي چې جنسي شهوتونه یې مقابل کې هېڅ وي. لکه وایی چې، څۀ چې پۀ بېرته شاته