(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2021ګلونه د ورخاړې

[14.Jan.2021 - 14:45]

ګلونه د ورخاړي

د غني بابا کلیات

مخ - ۳۸۹

 

ګلونه د ورخاړي

درنګ څاڅکي ولاړيي

سهار په خندا تېر کړي

ماښام ټول  خفه ولاړيي

ګلونه د ورخاړي

.

اخیستي یې سل رنګه

خندېږي څنګ په څنګ

سهار ځواني مشرنګه

او ماښام ولاړ وي ژاري

ګلونه د ورخاړي

.

ځواني د یو سهار ده

ژوندون د یوې ورځې

بیا هم ما نه نران دي

چې هر سهار خندان دي

او زه یو پوټی غم ته

د لږ ساعت تورتم ته

آدم د اوښکو نوم دی

په ګلونو پسې ژاړي

ګلونه د ورخاړي

.

څه ښکلی ښکلی خاندي

رنګینه دي، تابان دي

ښایست د ګلستان دي

.

غني ورته همېش حیران حیران شانې ولاړي

ګلونه د ورخاړي

.

درنګ = وقفه، ډیل، ایسارېدنه، تمېدنه

ولاړي = لکه ولاړ وي

پوټی = لږ شان، پوټسکی

تورتم = ۱) توره تياره، ډېره تياره، تپه تياره ۲) اړی ګړی، ګړبړ، ګډوډي

تابان = روڼ، ځلانده ، ځلنده ، ځلان

راټولونه: ډاکتر ممتاز خان

-
بېرته شاته