(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2021غزل

[14.Jan.2021 - 14:41]

ستا د دوه ورځو سپرلې وو، ستا د دوه ورځو‌ ګلونه

خو ﺯما په ﺯړه دې کېښول د همېش همېش ﺯخمونه

 

په ژړا ژړا مې اوښکې، د ﺯړه وينو جوابي کړې

حل دې نشو، لا تر اوسه د مسکو سترګو سوالونه

 

د وختونو د ځولۍ نه هر  چا خپله برخه يوړه

تا  د حسن  سحرونه  ، ما  د  هجر   ماښامونه

 

ﺯړګې په وېرانه کښې، د چا ياد داسې تاﺯه شي

لکه   وسپړې  اعظمهد  اﺯغو   څوکې  ګلونه

 

ډاکټر محمد اعظم اعظم

 

-
بېرته شاته