(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.01.2021سندره

[12.Jan.2021 - 15:42]

سندره

"کاشکې مرګی نه وای"

کاشکې ببو جانې لاس مې بر په بېلتانه وای

"وای ببو، ځار ببو، کاشکې مرګی نه وای"

***

شپه د څوارلسمې وای، ستوري وای، سپوږمۍ وای

وخت لس کاله وړاندې وای، ته تنکۍ نجلۍ وای

ته له ما خپه وای، درته کړې مې زارۍ وای

سر مې په وچ زور ایښی، ستا په زنګانه وای

"وای ببو، ځار ببو، کاشکې مرګی نه وای"

...

ګز او ګام مو کلی وای، کړې مو مستۍ وای

مانه غوڅه شوې ستا د غاړې غاړکۍ وای

کور ته احوال وړی ستا خُورَکې وړَکۍ وای

دا درېیمه ورځ وای چې موږ ستاسو میلمانه وای

"وای ببو، ځار ببو، کاشکې مرګی نه وای"

...

توت مو را څنډلي وای، نیولې مو ځولۍ وای

لاس د را امیل وای او خوړلې د ټالۍ وای

سر په ساتیرۍ وای، غږولې مو شپیلۍ وای

غږ مو اوریدلی د ماښام د آذانه وای

" وای ببو، ځار ببو، کاشکې مرګی نه وای"

...

پلار به د رضا وای، ترې نه  هېرې به بدۍ وای

ډېره به خوشحاله په موږ دوه کسو ادۍ وای

څه به د خدای کم وای، که ته مړه نه وای ژوندۍ وای

ولې به زه اوس غوندې پَکو* په ژوندانه وای

"وای ببو، ځار ببو، کاشکې مرګی نه وای"

 

* پَکو: موږ زړه توري، موړ او له یوه شي تنګ شوي ته وایو

نذیر

دا مې 2016 کې ليکلې وه، نن هسې رانه ويل کېده

 د کاشکې مرګی نه وای سروکي په تاثر

نذیر احمد نذیر

 

 

 

-
بېرته شاته