(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.01.2021نظم

[12.Jan.2021 - 15:40]

ای په مشرق کی دمغرب واکداره

ستانه دی پاک الله  دازورواخلی

زما  دخاورو  کوردی   لولپه کړه

ستادی داسپینه  مانی  اور واخلی

یارانودومره  زور یدلی  یمه

والله که  داغ  زړه  می ټکورواخلی

که پاکستان  ھمداسی وی ملگرو

جنگ به څلورویشت کا له نورواخلی

ماته په سر چورلکی مه گرځوه 

تاخوزماپه وطن غم جوړ  که

خپلو بنگلوته رڼاگا نی گوری

زماجونگړی ته دی بم جوړکه

تا راته کومه فابریکه جوړ که

کوم یو سرک دی راته سم جوړکه

خالی ھمدومره دی له وسی کیدل

چی غټ نفاق دی چم په چم جوړکه

زه مسلمان ابراھیمی ملت یم 

زما په خټه کی توحید پروت دی

زما پر پاکه دتاریخ پر پانه

نوم دخالد بن ولید پروت دی 

حسینی مینه می په غشو ولی

په کربلا راته یزید پروت دی 

مشره په اوتو بوتونه کیږی  نور 

زمونږ لاسونه ستا گریوان غواړی

زما دوران جومات نه چغی خیژی

خالی ممبر  رانه اذان غواڑی

له دی حالاتو معلومیږی داسی

چی خلک بیرته طالبان غواړی

سمیع الله تړون

نارنج ګل مشاعره ، ننګرهار، جلال اباد ښار2004

-
بېرته شاته