(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.01.2021هایکو ګانې

[12.Jan.2021 - 15:38]

هایکو ګانی 

ماته يومستې جينۍ داسې وويې

خوند به دشاتو اونباتوهيرکړې

که دې زما دلاس مانچې وخوړې

                                     

راته یې ست د سرکو شونډو وکړو

ما به ترې څه رنګې انکار کولو

زه څه یوسف علیه سلام خو نه وم

 

ږیره زما واک د ملا دی ګینې

شیرینې تا باندې پیرزو مې نه شي

چې د حلوا مینځ کې ازغي درکړمه

 

دهماسیوری دې پر سر دی کنه !

عامره تاته یې چې لاس درکړی

دغه سپېڅلی قلندر دی کنه

 

هایکو (لنډکي نظمونه )

 

خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کوي

پښتنې جونه چې په بام هم خېژی

میندې غوسه شي تری نه سر شکوی

 

دابه دعا زما دمور وي ګینې

زه چې مدام پرې بې پروا ګرځمه

له هغو لارو څوک ژوندي نه راځي.

 

زما کتاب به آخر څنګه چاپ شي

نور خو لا پرېږده زما پلار هم وايي

دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی

 

    د کلي ښځو رانه ستر نه کړو

ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه

چاراته وې ورته سړى نه ښکارې

 

  الله پيمان

په مخ يې مه وهه زيږه لاسونه

شبګير وهلې ده را ويښه بۀ شي

درته به ووايي چې چي ميكوني

 

هايکو ګانې

 

ظفر خان ظفر

 

غل تری  په غلا کې جاى نماز يوړو

د کور خاوند ورته وې لمونځ پې کومه

هغه وې زه درته هندو ښکارم څه

 

چا واپس مېخه سوداګر له يوړه

هغه وې دا خو دې ړنده راکړې

ده وې نو ته پې څه اخبار پړاوى

 

داسې اتبار، اتبار کې ډېر څه وشول

ما وې رقيب سره خو ډېره ګرځې

خوپام کوه چرته باجه دې نه کي

 

يو مست بوډا چې مسته وليدله

ويل يې زما هغه غاښونه راوړئ

زه دې جينۍ پسې شپېلى وهمه

 

جينۍ مې خوښه شوله رايې نه کړه

ورته يو مشر مې جرګه کې واستو

هغه د سور بچي ها ځان له اوکړه

 

په انټر نيټ يې وې د څوارلسو يم

چې راغله ښځه د شپېتو کلو وه

بيا مې د ځان په ځاى نيکه له وکه

 

چت باندې ناسته وه هلال کميټي

مونږ يې په تمه وو چې مياشت به ګوري

هغوى له پاسه جينکو ته کتل

 

د ميکپونو دې خداى بېخ وباسي

چې بارانه راله لونده خيشته کړه

نو بيا مې خپله ښځه نه پېژنده

 

ما وې پيشو وهم چې ويرېږي

ناوې وې دا خو بې زبانه شى دى

ته ماله ټس راکه چې بوک دې کمه

 

 د کلي ښځو رانه ستر نه کوو

ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه

چاراته وې ورته سړى نه ښکارې

 

په دروازه کې راته لاس وخوځوو

زه ورنيږدې شوم ما وې څه وې قربان

وې دا ټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه

 

پېغله منګي ته په ګودر ټيټه شوه

زلمو کبډي په ميدان پرېښوده

وېل يې اصلي لوبه خو دغلته ده

 

نن که دښځو حقوق ومنو مونږ

سبا به وى چې بچي تاسې راوړئ

نو بيا به دې ته د چا پلار ټينګېږي

 

شاعر چې کله په جزبه کې راشي

نو خپل اشنا نه ټول جهان لوګى کي

ته به وى دا جوړې دده د پلار دى

 

څوهايکو ګانې --نوى

 فرهاد هلمند

تۀ چې لاړې په ما ګرانه

يو اټېک راباندې وشو

ددې خپل زړګي له لوري

 

اوس د اوړي ورځې نه دي

اوس بې حده ګرمي نه ده

پېښور راته انګار شو

 

سبا به عام انتخابات کېږي

نيشنل پارټي مې ډېره خوښه ده خو

په بې نظيرې باندې هم مين يم

 

زما د زړه په امريکه کې اوسي

خو په دې زړه باندې مې ډېر يرېږم

زما جانان د اسامه غوندې دى

 

افغانستان د پښتنو وطن دى ؟

که پاکستان د پښتنو وطن دى ؟

په پښتنو باندې بمونه اوري !!!

 

پښتانه دوه تلويزيونونه لري

يو د معيار له کچې ډېر پرېوتى

بل د پښتو هډوکي مات کړۀ راته

 

پاکستانى او پنجابى نه يم

افغانستان کې مې هم واک نشته

بېرته شاته