(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.12.2020غزل

[29.Dec.2020 - 17:47]

په نغمه لکـــــــــه بلبل غـــــږیدل زده کــړه        

   پټه خوله وینا د ګل ،له له بلبل زده کړه

رخت په ســـر کــــړه له غنچي نه رابهر شه    

       په هوا لـــــــکه وږمه، چلیدل زده کړه

د ازغي په څــــیر د ګل سره، همـــــــراز شه

           په زیږه صورت، د ګلو ساتل زده کړه

نسترن شـــه په آغــــــوش ســــــرو آزاد کړه

        په هر بوټي د ګلـــــشن، تاویدل زده کړه

که د نورو آســـــایش ،او آرام غـــــــــــواړي

        ګهواري غوندي د ځان، کړیدل زده کړه

کورني مرغه په شــان به څومره ژوند کړې

          د شــــاهین په دود ،آزاد الوتل زده کړه

د خلـــــــیل، د د نخــلستان ســـرو آواز کړي

           ځان قربان کړه ،د بسمل تپیدل زده کړه

ګړندی شــــه کاروان هی کړه، مـنزل لنډ دی

           د جرس په آواز تلل، او راتلل زده کړه

رمز د مرګ او د حیات په مینځ کې زور دی

          د ژوندون دود او دستور آلول زده کړه

رژیـــدو لـــــــه ویري، نه غــــوړیږي ولـي

           اندیښــنه پریږده ،غوټۍ توکل زده کړه

راحت پریږده، زحــمت واخله ســـــید حسنه

           د وطـــن په درد و غم، ژړیدل زده کړه

.....................

د وطن دیو دردمن ادیب شاعر لیکوال او وطنپال شخصیت مرحوم شهید جنرال سید حسن خان (حسن) یو شعرد (زده کړه )تر عنوان لاندی چې ډیر تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقی ،او د ترقۍ او پرمختګ او بیدارۍ په لار کې د هڅونۍ اړخونه لري ،

زده کړه

سید عبید الله نادر

                           

-
بېرته شاته