(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو مې

[15.Aug.2020 - 15:28]

زه مین یم راسره مې محبوبا ده

زما مینه زما لویه مشغولا ده

زما مینه، زما وینه، زما ژوند دی

په دې ژوند کې زما ژوند دی او بقا ده

دا زما خواږه ملګري د پیژند ده

هم د نن ده هم پرون  وه هم سبا ده

دا نو څوک ده؟ چې پرې زه دومره میین یم

دا پښتو ده  دا پښتو زما لیلا ده

عمر پاڅون

-
بېرته شاته