(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لمر غروب

[14.Aug.2020 - 14:47]

د لمر غروب

سلیمان لایق .

ګوره ډوبېدونکی لمر به تور ماښام ته څه وایي

دا له زرو جوړ باچا، زنګي غلام ته څه وایي

.

بیا په بدمستۍ کې د الله حرم ته ننووت

سور مومن د دې جومات منکر امام ته څه وایي

.

زموږ شهید په جګو سترګو سرې پانسۍ ته وخندل

ګوره د تاریخ قاضي به دې انجام ته څه وایي

.

وینو د نجیب د شپې په تورو څڼو وشیندل

عطر د منصور، خدایه لا دې مقام ته څه وایي

.

تږی و، عاشق و، بې پروا یې په سر واړول

وپوښتئ سقراط چې دې د زهرو جام ته څه وایي

.

زموږ کابل په سپینه ورځ یو سور حمام د وینو شو

اوس سپینې کوترې دې خوني حمام ته څه وایي

.

نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه

اوس به دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وایي

.

بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه

ګوره د مکې صیادان دغه دام ته څه وایي

.

تور پنجاب یې راووست د کابل په زړه یې کښېناوه

اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي

..

زنګی = تور پوستی

-
بېرته شاته