(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۱۴اګست

[14.Aug.2020 - 14:20]

««««««( څوارلسم اګست د اذادې ورځ )»»»»»»»

(شبير دراني)

ههههههه د ډير وخت خبره ده د غاصب جنرال مشرف په دور کې ماته هم سرکاري ټي وي والا دعوت راکړې وو ويل راشه د جشن اذادې په مشاعره کې برخه واخله ما ورته ويل يا بسم الله ولې نه ضرور

سنسر بورډ والا د مشاعرې مخکې د ټولو ګډون کوونکو شاعرانو نه خپل خپل کلامونه واخستل يو يو به ئې سنسر کولو په شعر دوه به ئې په کې کرښې راښکلې چې دا به نه وائي نور وو وایه اجازه ده

چې زما کلام ئې ولوستله نو د يو سر نه تر بله سر ئې ورباندې سره کرښه راښکله ويل محترم دراني صيب به دې کې خو يو شعر د نشر کولو يا خپرولو قابل نه دې ما ورته ويل ماته معلومه وه خو پښتون يم تاسو دعوت راکړې وو نو پښتانه د چا دعوت نه مسترد کوي د دغه رواياتو برقرار ساتلو په خاطر راغلمه

هغه کلام بيا 2005 کې زما کتاب ( زما نظم ) کې چاپ شولو د تاسو سره ئې شريکه کوم

 

«««««««««( د اذادې ورځ )»»»»»»»»»»»

 

دا  په کوڅو  کې چې  ښپې  ابله  ماشومان  ګرځي

په سرو غرمو کې سرتور سر سيرې ګریوان  ګرځي

 

څوک  په  لختي  کې  د  بازار  مور  له  ډوډۍ لټوي

څوک   په  کباړ   پسې   د کلي  په   ډيران   ګرځي

 

څوک  په پيوند  پيوند  لمن  د خان موټر صفا کړي

چا  د  ګنګړو  تال  په  سر  ايښې  پريشان   ګرځي

 

د  خپل   ښايست   نه   ناخبره   يو   روپۍ   لپاره

ډولچه  په  لاس  د  سپيلنو  سپړدې   ګلان  ګرځي

 

د  دوي  ګوګل  کې  هم زړه شته دې ارمانونه لري

په  دې  اذاده    خاوره  څه  نه  څه  حقونه   لري

 

دوي  نه   څوکۍ  او  نه  عهده  نه  وزارت غواړي

نه  ټوپکمار  اونه   موټر   او   نه  شهرت غواړي

 

نه  د ملا  ځينې  په   زور   عزت   دولت   غواړي

نه   د   لمونځونو   بدله   کې   حکومت    غواړي

 

نه   دوي   اسلام   اسلام   کوي   اسلام اباد لپاره

نه   د  ضمير  سودا   کوي  د  خپل   اولاد   لپاره

 

نه  د  کتاب   نه  په   ووټو  کېقرآن  جوړه وي

نه د  ځوانانو   دهشت  ګرد  او طالبان  جوړه وي

 

اې  واکدارانو  ډير  محدود د  دې بچو جهان  دې

چرته جونګړه کې بې غمه خوب د دوي ارمان دې

 

اووۀ  پنځوس  کلونه  دوي  په  ژړاګانو  تير  کړل

خان په رباب کباب شراب  او په چرګانو  تير کړل

 

څه  د  زردار  د  کارخانو  د  ماشينونو ښکار شول

څه  کراچۍ  کې  د  بمونو  ګرنيټونو  ښکار  شول

 

د  چا  په  وينو  د  چوهدرايانو محلونه رنګ شول

د  چا  په  اوښکو  د  خانانو  مقامونه  دنګ  شول

 

د چا  سلګۍ  د سردارانو  د عظمت  نخښې شوې

د  چا  خوالې  د  نوابانو  د  دولت  نخښې   شوې

 

په   دې   کې   ماته  وائي  راشه او جشنونه وکړه

 

په  دې   کې  ماته  وائي  راشه  او  جشنونه وکړه

د   اذادې     د   نوې     ناوې     صفتونه      وکړه

 

                                  اخ

 

زه  د  قام سترګې  يم  احساس لرم شاعر  ياديږم

چرته خوشحال  چرته  اجمل  چرته خاطر ياديږم

 

د    وچو   شګو   نه   محل  په     بيابان   جوړوم

د  قام  بچو  ته   د  صحرا   نه   ګلستان   جوړوم

 

زما   بچي   له   فټ  پاتھ    باندې   ګزران    کوي

په  ماړه   خيټه  بې  غم  خوب  پسې ارمان  کوي

 

په کومه ورځ چې دوي ماړۀ شي او خوبونه وکړي

زما  قلم   به    ستا   د   ناوې    صفتونه     وکړي

 

اوس  له  د  دوي  اوښکې  وچومه  دراني  په لمن

چرته  لټوم  دې  ژوندو   مړو   له   ټکړې  د   کفن

(شبير دراني)

-
بېرته شاته