(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا

[14.Aug.2020 - 14:17]

بادشاهي د جهان څه کې؟ ځان له ولې زياتې غم

د انصاف تلل مشکل دي، څه به ډېر کړې څه به کم

 

خپل غمونه دې لا لږ دي، دا جهان غمونه غواړې

داسې تخت به څه کړې څه کړې، چه پرشپه او ورځې ژاړې

 

د ټټوانو په ګله  کښ، غټ  ټټو  مخکې  روان  وي

لوئ باچا  دا  ځناورو، دا  هماؤ  لوئی  حیوان  وي

 

دا دنیا د سپی لکئ  ده، نه  نیغیږي،  نه  سمیږي

په وجود توره پیشو ده، چه ئي وینځې لا توریږي 

 

بادشاهي هله جوړیږي، چه نیم لګی شي نیم مړه کړی

چه یوکس دَبل په غوښو، دَخپل کور کوتری ماړه کړی

 

د دې ژونده څه مطلب شو؟ چه یا مرې یا به بل وژنې

دا میوه ګلاب دې څه شو؟ باغ ساتې او بلبل وژنې

 

ربّه  ماله  که  دې  راکړه، بادشاهي  دا  کُل  جهان

زه به ئي وغورزوم له کوره، لکه څوټـې په ډیران

 

دا یو دوه ګړئ ژوندون زه، په جګړو نه شم تیرولې

دا دې ظلم  په  کټوئے  دې،  ربّه  بل  کیږده  برغولې

 

ماله راکـړه څو ګـلونه،  یو  نیازبین  شانتـې  جانان

یو وړوکے غوندې باغ، او په خوا  ئي سیند روان

 

چي ئي زه په غاړه ناست یم، په یخ سوری د خرولې

په  مـزه  مـزه  لیــڪمـه ،  دا  مــزې  مــزې  غزلـــے

 

ڪله  سوال  منت  جانان  ته،  ڪله  بد  او  رَدّ  مُلا ته

د ساغر  ساقی  صفت  کوم، د  ټـیـپرو  ډک  لاله  ته

 

ڪــله  ڪــله  تا  نه  ربه، دا  وړو  په  شان ګيـلـے

ڪــله  تود  ژوندې  اُمید،  ڪـله  سوې  اسـویلـے

 

ڪـله  ټـنـګ،  ڪـله  ټکور، ڪـله جام، ڪـله دلبر

یو  جهان  کښ  دا  رنګ ډوب، دا جهانه بې خبره

 

بادشاهي  هغوله  ورکه، چه  زغمـلی ئي شي زور

چه په لاس لکه قصاب وي، په خصلت لکه منګور

 

چي خپل ځان ته شي کولے، قرباني د ورور د وینې

هم هضمولے هم خوړې شي، دَ غریب دَ غوښو پینے

 

تاج  وړلے  هغه  سر  شي،  چه وژل  لکه وبا  ڪړه

لکه  پړانګ  داړل  څیرل ڪړه، یرول لکه بلا ڪړه

 

تخت هم نه پائی بې زوره، بې دا تورې دا جلّاده

بادشاهان چه څومره ډیر وي، دومره وي دنیا برباده 

 

لوئ بادشاه وي، لویه ژوره، دے په وینو زوؤ پائی

بادشاهي  لـکه  دا  اور،  په  ورتو  په  سوو  پائی

 

ربّه  فضل  په  مونږ  اوکه،  مونږ ساته د دے آفته

چرته  غټ  خرته  په  شاکه،  دا د سرو لالونو کته

 

سفارش  ورته  دا  وکه،  صیبَ  زمونږه  دَ  بابته

وے  پام  کوه  دله  خره،  غني  ونه  وے  په  لته

 غنې خان

.........

باچا

د غني بابا کلیات

مخ - ۵۱۲

حیدرآباد جیل

.

.

بادشاهي د جهان څه كړې؟

ځان ته ولې زياتوې غم؟

.

د انصاف تلل مشكل دي

څه به ډېر كړې؟ څه به كم؟

.

خپل غمونه دې لا لږ دي؟

د جهان غمونه غواړې؟

.

داسې تخت به څه كړې؟ څه كړې؟

چې پرې شپه او ورځې ژاړې

.

د ټټوانو په ګله کې

غټ ټټو مخكې روان وي

.

لوی باچا د ځناورو

د هموو لوی حیوان وي

.

دا دنيا د سپي لكۍ ده

نه نېغېږي، نه سمېږي

.

په وجود توره پيشو ده

چې يې وينځې، لا تورېږي

.

بادشاهي هله جوړېږي

چې نيم لګي شي، نيم مړهٔ كړي

.

چې يو كس، د بل په غوښو

د خپل كور كوتري ماړه كړي

.

ددې ژونده څه مطلـب شو

چې يا مرې يا به بل وژنې

.

دا مېوه ګلاب دې څه شو

باغ ساتې او بلبل وژنې

.

ربه ما له كه دې راكړه

بادشاهي د كل جهان

.

زه به یې وغورځوم له كوره

لكه سوټې په ډېران

.

دا يو دوه ګړۍ ژوندون زه

په جګړو نه شم تېرولای

.

د دې ظلم په كټوۍ دې

ربه بل كېږده برغولی

.

ما له راكړه څو ګلونه

يو نيازبين شانتې جانان

.

يو وړوكی غوندې باغ

او په خوا يې سيند روان

.

چې یې زه په غاړه ناست يم

په يخ سيوري د خرولې

.

په مزه مزه ليكمه

د مزې مزې غزلې

.

کله سوال منت جانان ته

کله بد او رد مولا ته

.

د ساغر ساقي صفت کوم

د ټیپرو ډک لاله ته

.

كله كله تا نه ربه

د وړو په شان ګيلې

.

كله تود ژوندی اميد

كله سوی اسوېلی

.

كله ټنګ، كله ټكور

كله جام، كله دلبر

.

يو جهان كې د رنګ ډوب

د جهانه بې خبر

.

بادشاهي هغو له وركړه

چې زغملای يې شي زور

.

چې په لاس لكه قصاب وي

په خصلت لكه منګور

.

چې خپل ځان ته شي كولای

قرباني د ورور د وينې

.

هم هضمولای، هم خوړای شي

د غريب د غوښو پينې

.

تاج وړلای هغه سر شي

چې وژل لكه وبا كړه

.

لكه پړان -
بېرته شاته