(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخېالونو شاعره

[14.Aug.2020 - 14:09]

ډاکټر فرخنده حيات د سندريزو خيالونو شاعره

ليکامان الله نصرت

په غزل کے خو يو بيت انتخاب وی

د رحمان تمام غزل دی انتخاب

عبدالرحمان مومند بابا

 

لکه چې تاريخ ګواه دی د پښتو ادب په پرمختګ،  وده او غوړېدنه کې ښځو لکه د نارينه و په څير درنه او د پام وړ برخه لرلې او د شعر او نثر دواړه  ډګرونه ېې ګرم او تاوده ساتلي دي۰

که څه هم د ښځو دا ونډه د بېلابېلو عواملو او ننګونو له امله لکه څنګه چې پکار وو په هغه کچه نه ده او کم رنګه ښکاري خو بيا هم سترګې پرې نه شي پټېدای او په يادولو او ستايلو ارزي۰

  ښځه او نر لکه د يوه باز د دوه وزرونو په څير د پرواز لپاره يو بل ته اړين دی او که له دواړو وزرونو  څخه يو وزر هم نه وي نو د باز الوت او پرواز ټکني او پر ټپه درېږي او له مخکې تګ نه پاتې کېږي۰ همدغه راز ښځه او نر د ژوند په ټولو چارو کې يو له بل سره د لازم او ملزوم په توګه د تکامل او پرمختګ دوه کردارونه دی نو که يو ېې هم نه وي د ژوند ګاډی خپل يون او حرکت له لاسه ورکوي او اړونده کارونه پېکه، بې خونده او کم رنګه کېږي او بالاخره له ګډوډۍ او رکود سره مخ کېږي۰

که د تاريخ پاڼو ته ځغلند نظر وکړو نو وبه وينو چې د پخوانيو نوماندو شاعرانو په لړ کې مونږ يو شمير ښځينه شاعرانې هم لرو چې تر مونږ ېې يو شمير شعرونه رارسېدلي او دا ثابتوي چې ښځو هم لکه د نارينه شاعرانو په څير د شعر او ادب په ميدان کې فعاله ونډه درلوده  او له ډېرو بنديزونو او دوديزو ناخوالو او ننګونو سره سره ېې په دې برخه کې ونډه او برخه د پام وړ ده او د هِغوی نومونه  د پښتو ادب په تاريخ کې په ځلانده او روښانه ټکو ليکل شوې دي۰

د همدغو لرغونو او کلاسيکو شاعرانو په کتار کې مونږ د ملي مشر ميرويس خان بابا د مور نازو انا نوم يادولای شو چې د سلطان ملخي توخي لور وه او په ۱۰۶۱ هجري سپوږميز کال د کندهار او کلات تر منځ  د زابل ولايت د تازي رباط ته نږدې زېږېدلې وه او يوه فاضله، عابده  او عارفه ميرمن وه۰ نازو انا له شعر د ټولنيزو چارو تر څنګ له شعر او ادب سره بې سارې مينه درلوده او د خپل وخت له ښو شاعرانو څخه وه چې ډېر شعرونه ېې ويلي وو خو متاسفانه چې د وخت په تېرېدو هير شوي، له لمنځه تللې او تر مونږ نه دې رارسېدلي

 

نوموړې د اشعارو د يوه دېوان خاونده وه چې ملي او حماسي شعرونه ، مناجات او څلورېزې پکې ويل شوې وې  او  يوه ښکلي او زړ راښکونکې څلوريزه ېې په لاندې ډول وه چې:

سحرګه وه دنرګس لېمه لانده

څاڅکي څاڅکي ېې له سترګو څڅېده

ماويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې؟

ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده

بله پښتنه پېژندل شوې او مشهوره شاعره   ميرمن نيکبخته وه چې د شيخ الله داد مموزي لور او د پښتونخوا په اشنغر کې ېې د ۹۶۰ هجري کال په شاوخوا کې ژوند کاوه نوموړی يوه عابده، عارفه او دينداره ميرمن وه چې په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې وه او د خپل وخت له عالمانو ېې دينې زده کړې کړي وي ۰

ميرمن نيکبختې د ارشادالفقرا په نوم د اشعارو يو دېوان درلود چې ديني، اخلاقي او ټولنيز نصايح او وعظونه ېې درلودل او دا منظوم کتاب د خپل وخت له غوره او د ژوند له پندونو ډک کتاب وو چې خلک پکې ښو کارونو او نيکو عملونو ته بلل شوی او ويناوو ېې دينې او عرفاني رنګونه درلودل۰

د ميرمن نېکبخټې د ويل شوو اشعارو يوه بېلګه په لاندې ډول ده:

دخدای حق ته غا ړه کېږده

نورې نورې وينا پرېږده

دنيا پاتې له هرچاده

په اخلاص کې ځينې بلېږده

څوقوت لرې په ځان کې

سر ديار په رضا کېږده

ځان له بده خويه ژغوره

زړه په ذکر ديار بلېږده

کل دنيا به دې دښنه شي

اوس له ویرې ځينې رېږده

ټوله غواړي حسابونه

که دې اوښې ، که دې مېږده

دنيا ترک وهه که پوه يې

 

بله پښتنه شاعره بی بی حليمه خټکه د خوشال خان خټک لور وه چې خوږه او په زړه پورې شاعري ېې کوله او د شعر او ادب په اسمان کې د ېوې ځلانده سپوږمۍ په څير ځلېدله د نوموړې يو شعر په لاندې ډول تاسو سره شريکوو:

داشنای په فکر خو ښه هسی شان شوم

نه پوهيږم چې ممتاز که نور جهان شوم

 

چې کړمه ستا په مينه سر فرازه

ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم

 

چې مجاز  مې د ايازو ولاړی له زړه نه

سر بلنده تر محمود غوندی سلطان شوم

 

وهر چاته چې يي ګوروم واړه دی دی

دجمال په نندارو يي شادمان شوم

 

غير فکر مې له زړه نه رابهر شو

پر خليل و پروعدو باندې يکسان شوم

 

حليمی د غماز زکر زيات له حد شو

چې دې بيله له يار نه کا په ګومان شوم

زرغونه کاکړ هم  چې د کندهار په پنجوايي کې اوسېدله   او د بېرته شاته