(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سلمان لاېق

[11.Aug.2020 - 15:50]

سلیمان لایق اوطنز

۲۰۲۰-۱۹۳۰ م

سلیمان لایق په (۱۹۳۰ م) کال  کې په ښرنې کې زېږیدلی دی ،د هغه اصلي نوم  غلام مجدد او د پلار نوم یې هاشم خان دی .

سلیمان لایق  په  کال (۱۳۳۶ه ل) کې د ادبیاتو د پوهنځی د فلسفې له څانگې فارغ سو ی  دی هغه په رادیو کې او د پښتو د انکشاف په اداره کې  کار کړی دی، بیا یې  دپرچم دجریدې د امتیاز  د خاوند دنده تر سره کړې ده ، د ثور له کودتا وروسته  هغه  درادیو تلویزیون وزیر بیا د سرحداتو وزیر  په صفت کار کړی دی .

داچې هغه د خلق د گوند غړی و نو د ثور د کودتا مخکې د وخت د دولت له خوا ډير  ځورېدلی دی ملایانو هغه د بې دیني په تور  تکفیر  کړی دی ،خو د خپل انقلاب وروسته بندي سوی دی ؟!

سلیمان لایق  دا افغانستان یو تکړه لیکوال او شاعر دی . دهغه ډیر داستانونه ، مقالې او شعرونه په رسنیو کې چاپ سوی دی او د ادبیاتو لوړې جایزې يې اخیستي دي.

د هغه اثرونه دا دي :

طنزیه داستانونه : پست خالي ، گرگ سپيد، شهر نا پرسان

دهغه  لومړی  منظوم کتاب «چونغر » په کال ( ۱۳۴۱ ل) کې چاپ سو ی دی ،  بیا یې نور کتابونه په نامه د: کېږدۍ ، یاودنه او درمندونه ،منظوم  فلکلوری طنزویه ، ساحل ، دفتر بادبان( په دري ژبه)، شېبې او ترانې  ،د اباسین سپيدې، غرونه او کساتونه ( ناول)... د یو بل پسې چاپ سوي دي .

د هغه شعرونو منځ پانگه : ټولنیز مسایل،  پښتون ته نصحیتونه ،  ، د انقلاب  ستاینه    او د ملایانو او جهادي رهبرانو  غندل ،  فلکلوری کیسې اوداسی نور جوړ وي .

د هغه  په شعرونه  کې له طنز ه نیولی تر ټوکو پورې  له هزلونه څخه تر هجو پورې بیلگې سته  هغه اتکلاً په ټولو  ټولنیزو ، سیاسي ، عشقي برخو کې  شعرونه ویلي دي   د هغه طنزونه  خواږه اوسپين دي خو هجوې يې ترخې او سپکې دي،  هزلونه  يې  خواږه، تخنونکي  او خوندور دي  او ټوکي يې پندي او خندونکي دي .

دهغه شعرونه   ډیرې ښې نیوکې لري ،چې د رمز اوکنایو مالگه ورسره کډه سوې ده ؛خو کله کله  د شعر په اخیر کې   له ډیر خښمه ناببره  د هزل خواته کښیږي.

هغه په شعر کې د چا مدح نه ده کړې لکه چې هغه خپله وایي:

زما هډوکي له لا فخر کړې په گور کې

ومی نه لیکل د سپو صفتونه

پرې مې ږده ملا زه د تسپو او نفلو نه یمه

عشق د لیونتوب را باندی وایي گواهې

د هغه په  ډیرو شعرونه کې  د د ثور د انقلاب او کارگرو د  نظام ستاینه کوي

د پشتون څلی ، ختلي غرونه

درنې خبرې ، درانه خویونه

چې هو یې وکړه بله به نشي

څو یې په تن وي مغرور سرونه

یا داچې وايي:

گوند چې تکیه شو په شورویانو

جنون حاکم شو په انگریزانو

ملایې راووست په موږ یې سپور کړ

اوس ورته ټینگ شۍ انقلابیانو

خو د انقلاب د ناکامیدو وروسته بیا  بله  لاره پيدا کوي  او ملامتي په ځینو نورو چې ده و رسره کار کوی اچوي او په هزل وايي :

 

د گوند ناره وه د ویښولو

نه د تړلو ، نه د وژلو

یو څو مور غوي راکې پیدا شول

د نرخ او څلي د سپکولو

هغه دا ځل خپل گوند  غندي هغه چې هغه یې ستا ینې کړي دي ، هغه هجرت کوي هغه هجرت چې هغه ډیر غندلی دی   دا دده  په شعرونو کې ضد ونقیض پیداکوي

گوند یوه اډه شوه د شیطانانو

د بي هدفه منافقانو

افغان چې زخم د ننگ ونام شی

غیرت يې مړشی هوډ یې تمام شی

وطن یو گوند وو خو وروسته گندشو

دځان غوښتونکو په لومه گند شو

په جلا برخو ټوټه ټوټه شو

موړه موړه شو پیوند پیوند شو

چاچې هجرت که مابه غندلو

زه یوبې رحمه هجوي شاعر شوم

د وریتو شویو زړو له ښیراوو

وطن پردی شو، زه مهاجر شوم

هغه وايي زه  په کال( ۱۹۹۲م  )  دمی دمیاشتي په نیمایي کې له اور اخیستي افغانستان څخه دکوزې پښتون خوا دخیبر سیمې ته ولاړم.   ترهر څه دمخه مې دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغني خان په آدرس چې هغه وخت داوږدې ناروغۍ په وجه دمړینې دانتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته مې هغه ته په هما غه بستر کې دده په غوښتنه ولوستله.غني خان خپل نږور«نرگس » ته وویل،چې قصیده زما په غږ کې ثبت کړې. کله چې زه دقصیدې دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل مې چې دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل...  افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدې دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم. 

 

دا زموږ د  ستر گو وړاندې، «غني » گوره څه تیر یږي

     یــو با تور ملت  غر قیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

یوه  دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو

د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي

څه بې پته شوو جنگونه، څه بې هوډه شوو ننگونه

تو لعنت په دې شملو شه، لا دي جگي نه شرميږي

 

.........

 

 

 

په بامیان کې د بودا برخلیک

ارواښاد سلیمان لایق

.

ملا ته اسمان ښکاري، د جومات د خونې بام

سپوږمۍ ورته ښکارېږي، د نوبت د کورتو جام

اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام

قران یوه چاړه، د بې بنیاده انتقام

الله، د ږیرورو قاتلانو یو امام

ملا ته اسمان ښکاري د جومات د خونې بام

.

ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه

تاریخ ببره ږیره، د عرب د سر رتاړه

ولس یوه رمه او امارت د مستو ګاړه

د تورې لمن نیسه، خلاصوه ورڅخه غاړه

دوه غبرګ تېغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه

ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه

.

کابل چړي خانه شوه، د عربو د ناتار

وطن یو منډيي شو، د پردیو د بازار

لرغونی بامیان وران شو، د پنجاب په افتخار

معصوم بودا شهید شو، په چاړه د استکبار

فیصل زموږ امام شو، اسامه زموږه پلار

کابل چړي خانه شوه، د عربو د ناتار

.

طالب پر آیي اېس

-
بېرته شاته