(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مزدور

[24.Jul.2020 - 10:48]

لکه دژمی په ماښام چې تورې لړې راشی

لایومزدور دکارخانې نه کورته ستړې راشی

لکه دهقان دخان پټی نه تر جونګړې راشی

لایوسوالګرۍ دمالدارنه ورځې خړې راشی

لکه مظلوم دمظلومانو نه درګړې راشی

لابې ګناه قیدی زندان نه لکه مړې راشی

زما زړګیه بس دخوږ وطن قیصه داسې ده

داوریدو نه قسم دې چې ترخه داسې ده

داسې غریب کره ډیوه سم دماښامه رپی

لکه بیمار په ځنکدن له خپل انجامه رپی

داسې نوکردخان دویرې دناکامه رپی

لکه مجبوره ګډیدونکې ګل اندامه رپی

داسې فقیره ديخنۍ نه بس تمامه رپی

لکه میخوارپه میخانه سره دجامه رپی

ته خومې چیړې چې دخوږ وطن خواږه بیان کړم

زما زړګیه دلته څه دی آخر څه بیان کړم

چری ریژیږی نه دلې دارمانونو غوټۍ

ګنې نو هره ورځ ریژیږی دګلونو غوټۍ

تل په ژړا وی په سلګو دامیدونو غوټۍ

ګنې نوګوره څنګه خاندی دزخمونو غوټۍ

دلته تازه وی همیشه دحسرتونه غوټۍ

ګنې نوګوره څنګه مړاوې دمخونوغوټۍ

ماوې دخوږ وطن قیصه ده زه به سپوره نه کړم

خو داحساس چړې مې وژنی که نوره نه کړم

لکه کچه میوې دباغ سپیره سیلۍ اووهی

لاتیار فصل ددهقان چرته ګلۍ اووهی

لکه دپوه چنۍ کچه کچه غوټۍ اووهی

لاچرته ځول په توره شپه بلها مرغۍ اووهی

لکه ګل چین تازه ګلان په کټارﺉ اووهی

لایو جلاد دچا غلام نه ککرۍ اووهی

تاسې مې خوږ وطن په تبر دخانې وهل شی

داسې داقام په تیره تیغ دامیرۍ وهل شی

زما زړګیه داسې تیز شوې چې په څه غصه شوې

جوړ دوطن قیصه خوږه نه په دې حفه شوې 

زړګی درازه کې راته اووٸیل  یوه خوږه نغمه شوې

دآزادﺉ زیرې مې اوکړې په وطن خوره شوې

دې خوار اوزار اولس له ورغلې اول جرګه شوې

بیا دوطن په غلیمانو یوه سره لمبه شوې

چې داظلمونه ستمونه ټول ایره ایره شی 

بیا به زما دخوږ وطن قیصه ایله خوږه شی

شیرعلی باچا

-
بېرته شاته