(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صدرۍ

[24.Jul.2020 - 10:29]

دصدرۍ غټ جیبونه - طنز/ محمود نظری

 دلته د سایز په اندازه هر چا ته څوکۍ جوړیږي

هر چا ته د غلا په اندازه جیبونه د صدرۍجوړیږي

په دې بې خولې  خلکو هر ډول ناولي  بابولالې چلیږي

دا وطن کله د ارګ دغلو د خولو په پسکۍ جوړیږي

په دې پکو   غټو ټپوسانو اعتبار مه کوه د ښکار

دا وطن په رنګونو ، کله په رنګ بدلونکی څمڅکۍ جوړیږي

د وطن ناوې ښه ډیر پسولو نه  او سینګارونه  غواړي

افغانی خواره ناوې کله یوازې په یوه نتکۍ جوړیږي

دوطن خلکوته د ښادیو ډک   دستر خوان په کار دی

داملا ماتۍ بی خانده ملت کله مازې په ټګۍجوړیږي

پسرلی رنګارنګ ګلان ، شنه باغونه  او بلیلان غواړي

پسرلی کله د بهر راغلی په یوه دانه توره توتکۍ جوړیږي

وطن ته خدمت کله په داسی لاپوکو ځان مینو غلو کیږي

ازاد وطن د مشر په شخو برېتونو او  ډانګ لکۍ جوړیږي

ډاکټرانو  دهر درد لپاره پاراسیتامول نه دي په کار

د نس درد بیا کله کله یوازې په وطني سپېرکۍ جوړیږي

ناوې تا ته په هر کار کې خوشحالي اوخندا په کار نه ده

دواده په شپه د موراو پلار زړه ستا په  هنکۍ جوړیږي

داشغال دولت دی همدومره   مردارۍ یې لا لږ دي

دلته هر دوره  ښېښه محل د ډبل په چټاکۍ جوړیږي

-
بېرته شاته