(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښوره

[22.Jul.2020 - 15:37]

پېښوره

پېښوره ! زمکه ریږدي بیا څه شور دی؟

مړو رګونو کې بل شوی دا څه اور دی؟

پېښوره ! د ټیکریو رپا اورې ؟

د زلمیو د څپلیو خرپا اورې ؟

پېښوره ! بیا د کوم بدلون ناره ده؟

د پښتون د خپلواکۍ څه ننداره ده ؟

پېښوره ! د جنډو سور لاله زاره

یه زما د غږ ملګریه یکه زاره

پېښوره ! هیندوکوښ سره همزولیه

یه د ګلو له سره ځوښ سره همزولیه

پېښوره! ټول جهان درته نن ګوري

نن له تا سره د ډېرو زړونه ښوري

پېښوره! دا پاڅون دې مبارک شه

د افغان د ژوند خوځون دې مبارک شه

پېښوره ! پام چې بېرته راستون نه شې

خدای دې نه کا، چې پېغور د پښتون نه شې

پېښوره ! یو توپان شه او سیلاب شه

ستر ټاټوبی د یو نوي انقلاب شه

 

غفور لیوال

-
بېرته شاته