(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یوسف علیه سلام

[22.Jul.2020 - 15:35]

اسـمـانـــي کــتــاب کــې مـــالــوســتــی بــیــان

چــې تــعــبــېـر شــتــه د خــــوبــــونــو دانســان

د خـــوبــونــو یــــوه کــیــســه درتـــــه کــوومــه

پــېــــښـه شــوې ده پـــــه مــلـک کـې د کـنعــان

د یــعـــقـــــوب  عـلـیـه الـسلام دولس  ځــــامـــن و

خــو پــــه ټــــــولـــو کــــې یــــــوســـــــف و ورتـــــه ګـــــــران

لا  یــــوســــف  عــــلـیـه الــســلام کــــوچـــــنـی مـــاشــوم و

چـــې یــــــو خـــــــوب ئـــــې ولـــــېــدلــــو پـــــه دا شــــــان

لـمـر،  سـپـوږمـۍ،  یــوولـــــس ســـتـوری شـــي  راټــــیـــټ

 

پــه ســــجـــــده شــــــــــي ده تـــــــه  واړه هـــــمـــزمـــــان

چـې  یــوســف عــلـیه الــســــلام پــــلار  تـــه خــــوب  ووي

پــلار  ئــې ډېـــر شــــولــــو پــــه غــــم کـــــې سـرګـــــردان

 

ویـــلـــی ځــــــویـــه دا خــــوب ونــــــه وايــــــې چــــــاتــــــه

هــســـې نـــــه چـــــې کــــړي د ګـــــور دې بـــنــــدېــــــوان

لمر،  سـپـوږمـۍ  دی  پـلار او مـور ،    سـتوري دې  ورونه

 

پـــه تـــعــــظـــیـم بــــه دې پــابــــنـــد وی هــــــر زمـــــــان

چــــې نـــور ورونــــه ئـــې د خـــوبـــــه نـــــه خــبــر شـــــو

د وژلــــو د یــــــوســــــف ئـــــې جــــــــوړ کـــــړو پـــــــلان

 

 

راغلل  پـلار ته ئې ویـل  یــوســف مــونـــږ ســره پـــریـــږده

چـــــــــې سـبــا تـــــه مـــونــږه ښـــــکـــار تــــه یـــــو روان

پــس لـــــه ډېـــــري زارۍ پـــــلار ورســــره پـــــرېـــــښـــود

 

ښــکــار  تـــــه ووتـــل ټــــول ورونــــه ئــــې ښــــــکــاریــان

هــغــوۍ دې  ژور کـــــوهـــــی تــــــه ورګــــــــــوزار کــــــړ

خــــــو یـوســف د کــــوهـــــــی ډډ تــــه بــــچ کـــړ ځـــــان

 

پـــــلار تــــــه ورکــــــــــــړلـــــو دوۍ دارنـــــګــــه خــــبــــر

چــــې لــــــېــوه وخــــــوړ یــــوســـــف ، راغــــلــه لـــــېــوان

چـې یــوســف کـوهـی کـــې دری ورځـــې کـــړي تـــېـــری

 

خــــــدای پـــــــــــه دغـــــــــــــه لاره راوســــــــتـه کــــاروان

چـې کــوهــی تـــه ئـې بــــوکـــه خــپــــلــــه ګــوزار کـــــړه

د اوبــــو پــــــه ځـــــــای راوخـــــــتـــه یــــــــــو ځـــــــــوان

 

ځــوان ئــې مــصــر تــه بــوتـــلـــــلــــو لـــــه کـــنــعــــانــــه

هـــــلــــتـه بــــل لـــــه ســــره پــېــــل شـــولــــــو داســـــتـــان

اســــمـــــانــي کـــــتــاب کــــې مــــالــــوســــتـــې بـــــیــــان

 

چـې تــعـــــبــــېــر شـــــتــه د خــــوبـــــونـــــو د انـــــســان

د کـاروان خـاونــد یــــوســــف پـــــه عـــزیــــز خــــرڅ کــــړ

ډېـــــر مــــالـدار و، خـــــوئــــــې نــــــه لــــــرل بــــچــــیــان

 

عــزیـــــز وویــــل زلــــیــــخـــا تــــه، ای مـــــېــــرمــــــنـــــی

د یــــــوســـــــــف سره چــــــلـــــنــــد کــــړه مـــــهــربـــــان

زلــیـــخـا شــــوه پــــــه یــــوســــــف بــــــانــــــدې مـــیــنــه

 

د عـشــق اور کـــــې شــــوه ســــتــې پـــتــــې ســــــــوزان

لاس ئـــې واچــــوو یـــوســــف تـــه، شــــوه بـــې صـــبـــره

د یــــــــوســـــف کــــــــمــیــس تـــــه ورســــــېــده زیـــــــان

 

چـــــې عـزیـــز ددغـــــه پـــیــښـــــنــې نــــه خـــــبـر شــــو

پــه  یــوســف بــــانــــدې ډیــر زیــــات شـــو بـــــدګــمــان

یــــو  خـپــلــوان مــــاشــوم د دوۍ غــــږ کــــړ زانـــګــونـه

 

پـــــړ یــــوسـف دې ، کــــه ئـــې څــــېـری وي ګـــریــــوان

کـــه ګریــــوان ئــــې څــــېـری نـــه وي نــــو پـــړ نــــه دې

خـو ســـــره ددې یـــــوســـــــــف شـــــــو بـــــنـــدېــــــوان

 

پـه دي وخــت کــې د بــــاچـــا ســــاقـــي، نـــانــــــوايـــــې

پــه الـــــــزام د زهــــــر و شــــــــولـــــو زانـــــــدانــــــیــــان

پـه دوی تـــــــور و چــــــــــې ئـــــــــــې کــــــــــړي اراده وه

 

چــــې پـــــه زهــــرو بــــاچــــا ورک کـــــړې لـــــه جــــــهــــان

نـــــــانـــــوايــــــې او ســـــــاقـــــي ولــــېـــــدل خـــــوبـــونـــه

چـــې یــــــوســــــف ئــــې تــعــــبــــېــر وکــــړلـــو روښــــــان

 

نــــــانــــــوايـــــې پـــــه ســـــــر ټــــــــــوکـــــــــری وه د ډوډۍ

خــــــو ډوډۍ تــــــرې نــــه تــــــالا کــــانـــــدې مـــــرغــــــان

سـاقــي وویــل چـــې مـــــا خـــــوب کــــې دې لـــېــــدلـــې

 

 

 

بــــــیــا ســـــاقـــــي شـــــم د مــــصــری بــــــــاچـــــا ریـــــــان

پـــــــوه یـــــوســــف ورتـــــــه خــــوبــــــونــه کــــړل مــــانـــــا

چــــــې یـــــــــوه تـــــــه وه فــــــاېــــــده، بـــــل تـــــه تــــــاوان

 

یــوســـف وویــــل نـــــانـــــوايــــې تـــــه پــــــه دار کـــېــږي

غـــــــــوښـــــــې ســـــــتــا بــــــــه شــــــوکــــوي ځــــــنــاوران

او ســاقــي بـه زرلــــه بــــنـــده ځــیــــنــې خـــــلاص شـــــي

 

د بــاچـــــا بـــــه شــــي نــــوکـــــر بــــیــا هــــــــغــــه شـــــــــان

څـه وخــت وروســتــه بـــاچــــا خــــپــلــــه ولــــېـد خــــوب

چـــې تــــعــــبــېـر تــــه ئــــې راجــــمـــع کـــــړه پــــــوهــــــان

 

بــاچــا وویــــل، مـــــالــــېـــدلــــې داســــــې خـــــــوب دې

چـې اوه خـــوار غــــوايـــې وخــــوري چــــاق غـــــوایــــان

او اوه وچ وږی راتــــــــاو شــــــــــې اووه شـــــــــنــــونــــــــه

 

دا شــــــنــه و.ږي کــــړی وچ کــــلـــــک د ځـــان پــه شــــان

ویـــل پـــوهـــانــــو دغــــه خــــوب دې ډېــــر پــیـــچـــــلــی

چــــې تــــعــبــېــر ئـــې مـــونـــږ تـــه نـــه ښــــکـاري اســـان

 

ســاقــي غــږ کــړ چــې پـــه جــــیـل کـــې یــو زلــــمـــې دي

د خــــــوبــــــــونــــــــو د تــــــعـــبـــېـرلــــــــري ښـــــــه تــــوان

بـــــــــاچــــــــــا وویــــــــــل دا زلــــــمـــې راولـــــئ دلــــــتـــه

 

چـــــې د خـــــوب د مــــانـــــا وکـــــړم تــــــرې پـــــــرســــــان

یــوســف راغـــی بـــــاچــــا خــــلاص کـــړلــــه زانـــــدانـــه

د بــــــــاچــــا د خــــــوب د راز شــــــــــــو تــــــــرجــــــــــمـــان

 

یـــــــوســـــــف وویــــــل اووه کـــــالــــه ســــوکـــــالـــــی ده

چــې هــــــر څـــــــه بـــــه وې ډیـــــر تـــــېـر او پــــریــــــمــــان

بـــــــیــا اووه کــــــــالـــــــــــه قــــــحـــــطـــــــی ده راروانــــــه

 

د هــــــیــــڅ څـــــــه درک بــــــه نـــــــــه وي پـــــــــه جــــــهــان

د مـصـریــانــو بـــه تـــنـګــسـه او ســــتــونــــــزی نـــــه وي

ســـــر د اوس نــــــه کــــه ســـــپــــــمــا کــــــانـــدې شـــیـــان

 

بــاچــا کـــــړلـــــو یــــوســـــــف دې کــار کـــــــې واکـــــدار

چـــــلــېــدلـــــو ئـــــې پــــه ټــــول مــــلــــک کــې فــرمـــــان

اســـــمـانــــــي کـــــتــاب کـــــې مــــــالـــــوســتــي بـــــیــان

 

چــــــــې تـــعــــبـــېـر شــــــــتـه د خــــوبـــــونـــــو دانـــــســان

چـــې عـــــزیـــــز مـــــړ شــــو واده ئـــــې زلــــیــخـــــا کــــــړه

د یـــــــــوســــــــــف شــــــــولـــــــو د مــیـــنــــې کـــــور ودان

 

قـحـــطـــی راغــــلـــه پـــه جـــهـــان ، مــــــصر ابــــــــاد وو

هــــــــــری خــــــــــوانــــــه بـــــــه راتـــــــلـــه ســــــودګــــــــران

د یـــــوســــــف ورونـــــه خــــوهـــــم مــصر تــــه راغـــــــلــل

 

چــــــې تـــــر لاس کـــــړي ضـــــروری د ژونــــــد شــــــیـــان

یــوســـف ورونــــه پــــېــــژنـــــدل خــــو دوی پـــــوه نـــــه و

ورســــــــره بــــــه ئـــــــې ډېـــــــر زیـــــات کـــــــوو احــســان

 

 

 

بـنــیــامــیــن پـــــه نــــوم ســـــکــــه ورور د یــــــوســـــف و

د هـــغـه بــــار کــــې پـــــټ جــــام کــیـــــښــود مــیـــــزبــان

په بـهــانــــه د غـــــلا ئـــــې بــنــیــامــــیــن ایــســـــار کـــــړ

 

حـــــــکــــــم وکـــــړه پــــــــرې د مـــــــــصــر قـــانــــــــون دان

ورونـــو ئــــــې وکــــړلــــه زاری، خــــو کــار ونـــــه شـــــــو

نــا امـــیــده شـــــولـــــو، بـــــــار يــــــې کـــــــړل اوښــــــــان

 

چې یـعـقـوب علــیـه الــســــلام پـــــه حــــال خــــبــر شـــــو

تـودو اوښــکــــــو نــــــه ئـــــې جـــــوړ شــــولــــــو بـــــــاران

چــــــې ئـــــې ورونــــــــه دوبــــــــــاره مــــصــر تــه راغــلـــل

 

نـــــــو یــــوســــف ورتـــــه وروپــــــــېــــــــژنـــــدو ځــــــــــان

ورونـــــــو ئـــــې ورســــــو پــــــلار تـــــه دا پـــــــــیــــــــغــام

چـــې ژونــــــدی دې یـــــوســف ، ســـــتــا د زړه درمـــــان

 

د پـلار درد ئـــې شـــو بــــدل پــــه خـــوشــحــــالـــۍ کــــې

ویـــــل لـــــېـــدل مــــــــې د ځـــــامـــــــــــــنـــو دې ارمـــــــان

لـــنــــډه دا چـــــې پــلار او مــــور ئـــــې دلـــتــه راغـــــلــل

 

شــولـــــو مــــــصـر کـــــــــې دېـــــــره ټــــــول خـــــــانـــــــدان

مــور او پــلار ، ورونـــه خــــدمــــت کــــې د یــــوســـف و

لـــمـر سـپـــوږمــــۍ، یــــــوولـــس ســــتـوري د اســمـان

 

 

 

 

اســـــمـانــــي کــــتــاب کـــــې مــــــالــــوســتــــــي بـــــیــان

چـــــې تــــــعــــبـــېـر شـــــــتـه د خـــــوبـــــونــــو دانــــــســان

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: ددې داستان متن د قران کریم د دیارلسمې ( ۱۳ ) سپاری سوره:یوسف څخه اخستل شویدی عزیز د مصر یو مالدار سړی و چې زلیخا ئې ښځه وه او ریان پدغه وخت کې د مصر باچا وو ددې داستان په نښتون کې دا هم راپه ګوته کول ضروری دې چې زه د ساپوهنی په رڼا کې د خوب مانا د یوه کتاب د لیکلو د پاره په څېړنه لګیا یم. د پوهنیز دود سره سم د څېړنی په نظریاتې برخه کې د خپلې وسې پوری ټولو هغه لیکنو ته نظر اچول پکار دې چې د خوب مانا په باره کې وي. پدې لړ کې ما د خوب دیني تعبېرونو ته هم باملرنه وکړه. کله چې د یوسف (ع) کیسه د خوبونو د مانا په تړاو کې ولوسته او بیا مې په ذهن کې راغونډوله نوددې داستان څوبیته جوړ شو چې وروسته بیا بشپړ شو.

-
بېرته شاته