(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدلون

[22.Jul.2020 - 15:31]

راتـــه ښــکـــاري حــالـــــت دی، پــــه بـــدلــیـدو کــې

اوښـــتـون ذهــــنــي،  راغـــــلــــــی پــــښــتــنـو  کـــې

 

اوازی دي د یــــــــــوالـــــــــــــي خـــــــــپــریې شــوي

اتــــــڼـونـه دي،  خــــوشــــال بـــــابـــــا  دیــــــرو کـــې

 

د ارمـــان د امــــیــدو،  غـــوټــــــۍ  بـــــه ګـــــل شـي

بــیــا بـه وټــومـبـي ځــلــمــي ګـل پـــه شــمـلـو کـــې

 

بــیـا واکــمن بــه خـــپـل وطــن کــــې پــښتـانــه شــي

پــښــتـونـخـوا نــوم بـه شي یـاد خـپلـواک ملـکـو کـــې

 

د پـــــښــــتـون د ســـوکــالـــۍ وخــــــت راروان دي

د بــخــت  ســتـوری،  ئـې ځــلیـږي تـورو شـپــــو کـې

-
بېرته شاته