(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږ دی ماته

[22.Jul.2020 - 15:25]

خوږ دی ماته ملک زما،  خوږ تر  ټول جهان 

زه به ځم په جنګ د قام، زه چي شمه ځوان 

 

وينه    ده  توده   زما،   رګونو   کښي    د  ننګ 

سرکه مي قام غواړي، زه به ئي نه کړمه په څنګ

زور دی  ماليدلی  هم د توپ  هم  د تفنګ

زور مي  د غيرت  دی  د همه زورونو ځان

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان

 

سرڅه دسپي سر وي، چي فدانه شي په قام 

نوم ناموس يي څه وي،چي يي نوم وي دغلام 

دا نوم  به بدل  کړم،  يا به کړم  بدل جهان 

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان

 

زه  پښتون  بابا د  خپلو  وينو  پيدا  کړي 

زه  پښتنې مور په غيرتي  پيېو  لوي کړي 

مونږ په پلار نيکه دي د مردي کارونه کړي 

زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان 

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان

 

زه   به  په  وجود  ېمه  کوټلی   وزير  اس

کړم   به   د  کاروان  خبرداری  لکه  جرس

زه به دظالم سترګو کښي تل دسترګو خس 

زه  به  لکه  باز  ېم،   د نرتوب  مرد  ميدان 

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

زه به لوي زړګی لکه شيرشاه د بنګالے لرم

مټ  به ابدالي  لرم،  همت  به روهيلي لرم 

سر به ښکته نه کړم که زرګونه کشالي لرم 

ربه  ښکته  مه کړې  چاته  سر ته د  افغان 

 زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

-
بېرته شاته