(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر ته

[22.Jul.2020 - 14:41]

( اختر ته )

 

مه راځه اختره نور زمونږ کلي ته مه راځه

 

وران شو هغه کلی چې به تا چرته خاني کړله

نشته هغه خلک چې په سر یې ګرځولی ته

وینم سرې جنډې یې په قبرونو دي ولاړې نن

چاچې قدرولې ای اختره نازولې ته

 

جوړې د شړشمو د پټو مو هدیرې شولې

خُدائزده چې قبولې دا د چا راته خیرې شولې

 

دلته نن اشنا د مرګ او ژوبلې بازار ګرم دی

هسې نه لاهُو شې د سرو وینو سیلابُونو کې

هیر کړه اشنا هیر کړه هغه څه چې تا لیدلي وو

پام چې رادې نه شي په خیالونو په خوبُونو کې

 

نه هغه چینې نه هغه سوري د تُوتانو شته

نه هغه  خوبونه په څنګلو د خُوبانو شته

 

چرته چې مستي وه خوشحالي وه خنداګانې وې

نن په هغه زړونو کې غمونو جالې کړي دي

چرته چې د مینې بادشاهي وه د اُلفت ؤ راج

نن هغه زړګو کې نفرتونو لارې کړې دي

 

نه شته دې دُرخو چې په سُورکو شُونډو ټپه کړي تا

نه کوم ادم خان چې د رباب د تار نغمه کړي تا

 

اختره!

 

زه هر سحر په نوي غم نوې غوغا پاڅیږم

څنګه له تا سره مستي وکړم ګډا وکړمه ؟

زه هر سحر د یتیمانو په ژړا پاڅیږم

څنګه له تا سره په ډکه خوله خندا وکړمه؟

 

غرقه مې ماضي شوه په بمونو په ګولو کې نن 

ورک مې مستقبل دی د بارودو په لُوګو کې نن

 

په مونږ خو تیر شو ای اختره چې هر څنګه تیر شو

خو واوره لږ زمونږ په نوي نسل رحم وکړه

لاره ترې ورکه ده حیرانه پریشانه دی ډیر

په دې لار ورکي سرګردانه نسل رحم وکړه

 

چاړه په لاس ورته هرخوا ته دُښمنان ولاړ دي 

ډیر وږي تږي خودغرضه شرمخان ولاړ دي

 

اختره !

 

ته وې پیغام دمُسرت ته وې پیغام د خوښۍ

څه شوله ستا هغه بې توله خوشحالي څه شوله؟

اوس د یو آخ سره په مخ د اوښکو تر جوړ شي

اختره څه شوه ستا د نُوم هغه مستي څه شوله؟

 

څوک ژړه وي د خپل شهید لالي خواږه یادونه

څوک ژړه وي د ځوانیمرګ بچي تاوده غمونه

 

اختره !

 

د یتیمانو په وړو وړو سلګو مې قسم

د خپل وطن د هر شهید په وینو سرو مې قسم

یا به دې هغه زوړ اختر کړم چې کوم وې اختره 

که نه نو ځه مخه دې ښه چرته چې ځې اختره

 

تیمورشاه مست خیل

-
بېرته شاته