(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونه هنرمنده

[08.Jul.2020 - 21:29]

پښتونه هنرمنده د خپل فکر انقلابه 

لمبې لمبې ګلابه 

چپې چپې راوځه د رنګونو له دريابه

لمبې لمبې ګلابه 

ــــــــــــــــ 

بارود مې په هوا وړي اندامونه د وجود 

ياقوت او زمرود 

پراته په خزانو دي څوک احمد او څوک محمود

فرعون او نمرود 

رڼا د ازادۍ راوړه د ستورو له کتابه

لمبې لمبې ګلابه 

ــــــــــــــــــ

انسان د انسان غوښي خوري په هر لوري ماتم دى 

ځان مرګی دى او بم دى

پۀ سر مې اژدها ده او په خوله کې بنيادم دى 

ځان مرګی دى او بم دى 

کارغان مې په وجود باندې رالوتي له پنجابه 

لمبې لمبې ګلابه

ـــــــــــ

هډوکي په کټوۍ کې ډېرو مېندو باندي کړي

او وږي بچي ژاړي 

د څو ورځو نهر يو نه سرکار شته نه ښاغلي 

چې وچه ډوډۍ راوړي 

بچي مې د عُمر ـ عُمر نارې وهي جنابه

لمبې لمبې ګلابه 

ـــــــــــــــــ

پښتونه هنرمنده موسيقي دلته ګناه ده

سندره دلته کفر 

ګنډلې شونډې ګرځه خاموشي د روح غذا ده

خبره دلته کفر 

نغمې نغمې راوځه له منګي او له ربابه

لمبې لمبې ګلابه

ــــــــــــــــــ

ولاړ يمه سرکاره پۀ بسته کې مې ګلاب دى

قلم دى او کتاب دى 

پۀ ما باندې د خپل جانان نغمې نغمې حساب دى 

شپېلۍ ده او رباب دى

پۀ خپل څادر مې لاس او سترګې مۀ تړه قصابه

لمبې لمبې ګلابه 

ــــــــــــــــــ

يؤ غږ به د خېبر د سردرو نه پورته کېږي 

سوارۀ به وي روان وي

دنيا به د خوشحال د اس پۀ دوړو کې پټيږي 

د زمکې رنګ به وران وي 

يؤ بريښ به د پښتون د تورې تېر شي لۀ حسابه

لمبې لمبې ګلابه

ـــــــــــــــــــــــ

ارمان دى چې دا ټوله دنيا لوی پښتونستان وى

او هر سړى افغان وى 

ویده قام راويښ شوی د باچا خان پۀ اذان وى 

ژوندی دروېش روښان وى

د خپلې خون بها تپوس مې وکړی اضطرابه

لمبې لمبې ګلابه

ــــــــــــــــــــــــــــ

دروېش روښان

Darwish Rokhan

-
بېرته شاته