(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سجاد ژوندون ته

[08.Jul.2020 - 21:19]

سجاد ژوندون ته!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خداے ګوري
دعا سر ايښے غېږ کښې ستا
پهٔ تندي ئې پرته ده نرۍ نرۍ خوله
مينه ئې ويښه ده خوبولو سترګو کښې
او يوه دلاسه ئې ښکاري پهٔ پاړژنو شونډو
خداے ګوري
ستړې ستړې دعا سر ايښے غېږ کښې ستا
لکه کوي چې دمه
لکه چې ځي چرته پهٔ نهٔ ختمېدونکي سفر
هغه ځاے ته؛ چرته چې ستوماني وځي د نمر
چرته چې ټیکاوېږي هره نا ټيکاوه اروا
خداے ګوري
رېز مرېز شوې دعا ځان را ټولوي غېږ کښې ستا
سپاري ځاندره خپله خاورې ته
هغې خاورې ته چې تهٔ پرې د خپل اختيار د لښکر ملګرے يې
هغې خاورې ته چې مونږ ئې پهٔ اسمان نهٔ ورکوو
خداے ګوري چې دعا پرېږدي خپل سيورے پهٔ سر ستا
درنګ ساعت کښې به وشي فېصله
دعا زوروره ده
دعا تل زوروره وي
خداے غاړه ايښې ده ضد ته د دعا
تهٔ يو لفظ د هغې د وجود
او سيورے د هغې د معنې
خداے ګوري، خداے ويني
سيورے خپل پرېښے پهٔ سر ستا
هغې دعا، چې سر ئې ايښے ؤ غېږ کښې ستا

-
بېرته شاته