(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن شپه

[07.Jul.2020 - 14:57]

نن به شپه زما د یار په کوم مکان وي

 

جلوه ګر به په کوم هټ، په کوم دکان وي

 

کوم دکان به یې د خولې د دُر او کان وي

 

شرمولي به یې حسن کوم تورکان وي

 

په ډېوه به یې د مخ کوم پتنګان وي

 

همراهان به یې پاکان، که ناپاکان وي

 

ولې نه چوې له دې غمه زما دِله

 

چې دې واورېدهٔ، د یار د تللو بدله

 

.

 

په منزل به یې سبا ګوره څوک مله وي

 

نه پوهېږم چې به ساد وي، که به غله وي

 

په څه شان به شکسته زهیر په زړه وي

 

له تغمو به یې د زړه تغمه په خوله وي

 

دم قدم به یې خولې د مخ په وله وي

 

رانجه کړې به یې چا خاورې د پله وي

 

سزاوار د هر ستم، د هر پېغور یم

 

چې مې یار په سفر تللی، زه په کور یم

 

.

 

په څه شان به شکسته درومي په لارې

 

په ګردونو آلوده سپینې رخسارې

 

زړه په خار د بېکسي یې پارې پارې

 

آبلې به یې وهي د وینو دارې

 

نه به وي هسې هندو مسلمان باري

 

چی یې وکا دلاسه په یوې چارې

 

دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې؟

 

چې همدم نه شوم، د یار په دا غربت کې

 

.

 

په قهقه به خندېدلی وي، که نه وي؟

 

د زړه غم به یې غولېدلی وي، که نه وي؟

 

فراغت به یې پسندلی وي، که نه وي؟

 

چا به حال ترې پوښتېدلی وي، که نه وي؟

 

کټ پوزی به یې موندلی وي، که نه وي؟

 

غنچه وار به موسېدلی وي، که نه وي؟

 

نشته ما غوندې بې پت څوک په یاري کې

 

چې غمخور نه شوم، د یار په دا خواري کې

 

.

 

یا د یاره سره تللی په سفر وای

 

په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وای

 

یا یې مړ د بېلتانه له غمه ژر وای

 

یا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظر وای

 

که دا نه کېدای هرګزه معتذر وای

 

خود په خود مې ځان وهلی، په خنجر وای

 

هسې پاتې شوم تر یار پورې مخ توری

 

په جرګه د عاشقانو کې کوزګوری

 

سزا وار د هر ستم د هر پېغور یم

 

چې مې یار په بېرته شاته