(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروغاني شخصیت

[07.Jul.2020 - 14:53]

د ښاغلي عبدالرحيم روغاني د فن او ادبي شخٌصيت يو لنډ جاج

لیک: امان الله نصرت

زہ عاشق يم سرو کار مې دی  له عشقه

نه خليل نه داودزی يم نه مومند يم

عبدالرحمن مومند

 

ويښ او ژوندي قامونه تل هڅه کوي او زيار باسي چې خپله ژبه او ادب ژوندی او ځلاند وساتي تر څو له نورو پرمختللو ژبو سره سيالي وکړي او د پرمختګ لوړو مدارونو ته ورسيږي۰

که حالات هرڅومره ترينګلې او پېچلي هم وي او د منزل لاره له بېلابېلو کږلېچونو، ګواښونو او ننګوونو ډکه وي انسان ته ښاېې خپله وسله پر ځمکه کېنږدي او خپل همت ونه بايلي بلکه خپل هدف او منزل ته د رسېدو لپاره خپل يون او حرکت جاري وساتي او خپلې هڅې او هلې ځلې ټکنۍ کېدوته پرېنږدي۰

خوشال خان خټک څه ښه ويلي:

 

مردان هغه دي چې همتناک وي

د ننګ په کار کې چست او چالاک وي 

 

کار چې اغاز کا انجام ېې هم کا

په خوله هم پاک وي په زړه هم پاک وي

 

او په بل ځای کې  ېې ويلي:

 

کۀ اسمان دې د زمري په خوله کښې ورکا

د زمري پــه خولـه کښې مـۀ پرېږده همت

 

که د يوه ملت ژبه او ثقافت د لمنځه ولاړ شی نو د نوموړي ولس تاريخ او هويت له لمنځه ځي او نوم ېې د تاريخ له پاڼو د تل  لپاره ورک او ختمېږي۰

شاعران او ليکوالان هغه روښانه ستوري دي چې د خپلې ژبې او فرهنګ د ژوندي او خوندي ساتلو په لار کې د روښانه ستورو او ځلانده مشالونو حيثيت لري او د خپل قلم په برکت د خپلې ژبې د بقا، ارتقا او پياوړتيا لپاره بنسټيز او کاري رول لوبوي۰

که په يوه سيمه کې يو شاعر او فنکار پيدا شي نو رڼا او ښکلا ېې د ټولنې ټولو وګړو ته رسېږي او د خپل چاپېريال اوسېدونکي ويښ، بيدار او ژوندي ساتي او له درانه خوبه ېې راپاڅوي:

 

خوشال بابا څه ښه ويلي :

که خوشاله سره کښېني يو څو کاله

دا د غره خټک به واړه شاعران شی

 

او استاد ناګار بيا وايي:

دنړۍ په بام شپيلۍ پوکه ناګاره

له بابا پس خيبرونه غزلبول دي

 

او خاطر داسې ويلي چې:

د خاطر رنګين غزل ته حيرانېږم

په دې خړ خيبر کی څه دي بې له خاورو

 

شاعران او قلموال هغه څوک دي چې خپلو خلکو او ولس ته شعور ورکوي، د وخت او حالاتو له نزاکتونو ېې خبروي او د ژوند د رنګونو او رڼاګانو لارې ورته ښايي۰

شاعر په ټولنه کې د احساس او تخيل رنګونه خوروي،  خلکو بېرته شاته