(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن

[06.Jul.2020 - 15:35]
وطن
موږ د ګلونو په وطن کې ځان ته اور ورکړی
ورشو مو سوې ده, ټول غرونه مو بمبار بمبار دي
د کوڅې ټولې دروازې مو کسکر شوې وینم
د کلي هغه لوی جومات مو په باروتو سوی
قرآن کې یې بم ایښی
دستار کې یې بم ایښی
ممبر کې یې بم ایښی
په ځان کې يې بم ایښی
هر ځای کې يې بم ايښی
په خدای چې يې بم ايښی
موږ توبه ګار یو خدايه
عجیب وحشت خپروو
مومن نه سر پرې کوو
مسلمان سم سوځوو
موږ مسلمان داسې يو
په لمانځه نه پوهیږو
 
بل ته اسلام ورښیو
چې کلیمه دې وایه
که نه ترې سر پرې کوو
موږ مسلمان داسې یو 
موږ افغانان داسې یو
عجیبه داده چې الله په نوم قتلونه کوو
موږ د الله په نوم ښونځي سوځوو
لارې وهو
هو, مونږه د خدای په نوم جامونه اخلو
په نړيوال کلي کې 
د خپل د ورور په سر لکونه اخلو
په خپل وطن مردارې کړو, جېب ته مالونه اخلو
کله ډالر کله ربلونه اخلو
څنګ کې کلداره, سره سره پونډونه اخلو
افغانستان لیلاموو ځان ته شرمونه اخلو
جمال ناصر اصولي
-
بېرته شاته