(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو بل نجيب په کار دے

[06.Jul.2020 - 15:33]

(يو بل نجيب په کار دے)

 

څلويښت کلونه وشول د افغان بچې په دار دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په  کار  دې

يو بل نجيب په کار دې 

يو بل نجيب په کار دې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

چې لاس ګريوان کې واچوي دښمن له د افغان

سور اور کې ورله اوسيزي په خپل کالۀ بچيان

په مينه د هيواد کې وي ور تير له  خپله  ځان

اعلان  وکړي په  جاره د  خپلواک   افغانستان

،،،،،،،،،،

تيار اوسه دښمنه نن دې وار سبا  مې وار  دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په کار دې

يو بل نجيب په کار دې

يو بل نجيب په کار دې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

بې ستره مې تور سرې شوې شهيدان مې شول زلميان

زلمي او زاړۀ څۀ چې  پاتې  نۀ  شول  ماشومان

تس نس غواښې پراتې د پيغلې خور مې په ميدان

دا سوې لوپټه يې د بې وسه ژوند  نشان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

نن بيا دښمن مې کړې په کابل ښار کې ګزار دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په کار دې

يو بل نجيب په کار دې 

يو بل نجيب په کار دې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

څلويښت کلونه وشول در په در مسافران يو

شته منده حيلخانه کې د اعيارو مزدوران يو

تيارو کې د حريص په بې منزله لار روان يو

اواز د وحدت نۀ اورو په غوږو معزوران يو

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

زمونږه نا اخلي ده چې اعيار زمونږ سردار دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په کار دې

يو بل نجيب په کار دې 

يو بل نجيب په کار دې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

خالقه اورحميږې ته په لوې افغانستان

څلور ټوټې پښتون کې يوه خلۀ او يو بيان

زما دراني دغه يو په زړۀ باندې ارمان

را اوښايې خالقه په ژوندون پښتونستان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

افغان مې محبوبه افغان جانان افغان دلدار دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په کار دې

يو بل نجيب په کار دې 

يو بل نجيب په کار دې

څلويښت کلونه اوشول د افغان بچې په دار دې

په صبر صبر نۀ کيږي يو بل نجيب په کار دې

(شبيردراني)

-
بېرته شاته