(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

[06.Jul.2020 - 13:21]
  • د امن باده پښتونخوا باندې راوانهٔ لوتې

چاپېره الوځې په ما باندې راوانهٔ لوتې

 

ګولو، بارودو د وطن مارغان ستي پتي کړل

لکه کونتره په هوا باندې راوانهٔ لوتې

 

هر مازیګر په وینو سور دی، هر سهار خونړی

چېرته کابل او پکتیا باندې راوانهٔ لوتې

 

د کونډې خور، د بورې مور په خاطر راشه کنه؟

د امن غمه په رښتیا باندې راوانهٔ لوتې

 

د خوشالۍ، د ودانۍ، د سوکالۍ سپرلیه

د پښتنو په خوا او شا باندې راوانهٔ لوتې

 

مینه سندره کړه شاعره د خیبر د سره

عزیزه یاره په چغا باندې راوانهٔ لوتې

 

چغا = چغه

عزیز مانېروال

دا لېونی لېونی ګرځه

مخ - ۸۸

-
بېرته شاته