(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[06.Jul.2020 - 13:19]

ښاغلی ډاکټر اسرار

 

د ژوند نغمه - مخ ۶۲

 

هوتي - ۱۳ مارچ ۱۹۶۹

 

سترګو د یار نشې نشې شئ، زه غزل لیکمه

 

زما په ذهن راخورې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

چې ستوري وخاندي نور هم د زړه داغونو پورې

 

پۍ مخو! نور هم بې وعدې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

د انتظار لمحو! منمه چې خوږې ډېرې یئ

 

لږې شان نورې هم خوږې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

شپه د بېلتون ده، یم یواځې، د آشنا غمونو

 

زما ملګرو، رانژدې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

سمسورې زلفې د حسینو، سرهٔ ګلونه غواړي

 

د زړه زخمونو! پسرلی شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

د زړه په ساز باندې مینو ولولو د ژوندون

 

ګډا ګډا، نغمې نغمې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

تیاره د زلفو یې درنه شوه، نظر کار نه کوي

 

اوښکو! د غم بلې ډېوې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

په ګڼ رنګي نقاب کې پټو خونړیو سترګو

 

لږې شان ما ته بې پردې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

تیارې د جهل خوروي ډېر د رڼا دشمنان

 

د خیال بڅرو! سرې لمبې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

مړهٔ ضمیرونه سوځومه د ژوندو لاشونو

 

د حس اورونو غرغنډې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

اې د اسرار د منتشر ذهن خورو خیالونو

 

د نوي فکر پلوشې شئ، زه غزل لیکمه

 

.

 

.

 

یواځې = تنها

 

سمسور = تر او تازه، ښېرازه، ښالیځ

 

حسین = ښکلی، ښایسته

 

خونړی = ۱) خوني، قاتل، وژونکی ۲) وينه تويوونکی

 

بڅری = د اور ذره، سپرغۍ، د اور سپڼکی

 

غرغنډه = د اور شغله، د اور لمبه

 

منتشر = ۱) اخوا دېخوا، لرې برې ۲) متفرق، تتر بتر، تيت پرک

 

پلوشه = ۱) څړيکه، څېره، د لمر راختو په وخت سره شغله ۲) لمبه، شعله ۳) نور، تجلی، وړانګه

 

.

 

.

-
بېرته شاته