(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنۍ د خدای روی

[30.Jun.2020 - 15:55]

جينۍ د خداى او د رسول ومنه

په دې خبرو باندې تيږه کيږده

خپلې نازکې شونډې څه له سيځې

بس په سندرو باندې تيږه کيږده

***********************

څه ته په ساندو کې سندرې لړې

زما د زړه تارونه زور نه لري

درخو د ژوند رباب به مات کړې زما

ته به خبره شې چې شور نه لري

***********************

ماته به نه وايې چې اور شو وطن

د گل په پاڼو افسانې سوې دي

ماته به نه وايې چې مړه شو نرگس

هغه د سترگو ميخانې سوې دي

*************************

مه وايه دا چې اوس د نجونو ميره

څي د همزولو په خازو پريوزي

چې آينې نه يې حيا کوله

اوس د ابليس په دراوزو پريوزي

**********************

جينۍ د خداى او د رسول ومنه

په دې خبرو باندې تيږه کيږده

خپلې نازکې شونډې څه له سيځې

بس په سندرو باندې تيږه کيږده

**********************

ته جادوگره يې منم شاعرې

ته په الفاظو کې رنگونه کرې

څومره په ناز او په انداز باندې

حساسو زړونو کې اورونه کرې

**********************

ستا ارادې له تاترې نه لوړې

ستا به لاسونو ته اسمان راشي

خو دا زما په زړگي نه ځايږي

چې په ښايست دې امتحان راشي

*********************

مونږ غريبان يو مونږه هيڅ نه لرو

ته د وطن خوبونه څه له وينې؟

په کربلا کې ټوکيدلى گل يې

بيا د گلشن خوبونه څه له وينې؟

************************

جينۍ د خداى او د رسول ومنه

په دې خبرو باندې تيږه کيږده

خپلې نازکې شونډې څه له سيځې

بس په سندرو باندې تيږه کيږده

***********************

د پرهر زړه رڼا ته ژوند تيروه

دا رنگينه نړۍ زمونږه نه ده

په ماشوم زړه باندې دې زور تير کړه

دغه ښايسته گوډۍ زمونږه نه ده

***********************

درومي لالونه د خزان لوڼو ته

ته هميشه هلته بهار غواړې

د خپلو اوښکو د غمو په بدل

د ننگرهار لپاره هار غواړې

***********************

ستا په رڼا ستا په ښکلا مې قسم

د هندوکش او د پامير تاج يې

ته په سپين غر کې د بزرگې څوکې

د تاترې او د بونير تاج يې

***********************

جينۍ د خداى او د رسول ومنه

په دې خبرو باندې تيږه کيږده

خپلې نازکې شونډې څه له سيځې

بس په سندرو باندې تيږه کيږده

***********************

بهار په خوب وينمه وبه خاندې

رنگين گومان دى خو يقين ورک دى

سوال مې يوازې ځي په بره طرف

له پرښتو ځنې امين ورک دى

************************

لاس مې تر عرشه پورې نه رسيږي

چې زه اجرونه ستا د وير بېرته شاته