(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[11.May.2018 - 07:12]

مــا  کله  وایلي  دي،  چـې  راکړه  اضـافـي  حـقـوق

زه  خــو  له  تــا  غــواړم،  اې بــاداره  آییني  حقـوق

 

دا  داسې  ځنګل  دی  چې، په حال به يې ژړا درشي

دې  ځنګل کې خوري  تـوره  پیشو  د  ازمري  حقوق

 

زه  درسره  یـو  کور  کې اوسېږم،  خـو   لیکل  راکړه

وي  به  په  دې کور  کې، زموږ  دواړو مساوي حقوق

 

تا  باندې  پیریان  راشي، او کړې مې د  انـډیا ایجنټ

زه  چـې  درنـــه  وغــواړمــه،  کله  بـنـیـادي  حـقـوق

 

مړ  يې کړه، تباه  يې کړه، او خونه  ورتـه  ورانـه کړه

ستا  کتاب  کې  دا رنګ  دي، د هـر یـو ګاونډي حقوق

 

یــاره  مسـلـمـانــهد  کافــر  انـصـاف  خـــو  وګـوره

ستا  هېواد  سړي  نه  پکې ډېر دي د  یو سپي حقوق

 

دې  وطن کې  هر څوک مسلمان دی، خو  بیا هم دلته

زړونو  کې  محفوظ  لري، یو  بل  تـه  جهادي  حقوق

 

ما ته نن یو  رند ویل، چې تـه جمات کې لمونځ وکړه

زه  بــه  لـږ  ادا  کړم،  میخانـه  کې  د  رنــدي  حقوق

 

زه  چې  لېونی  نه  یم،  نادان  نه  یم،  نـو  څه  یمه؟

غــواړم  له  لـیـوانــو،  اې ســعــودهانساني  حـقـوق

سعود بنګښ

#PashtunTahaffuzMovement

#PashtunRejectStateTerrorism

#Pashtunlongmarch2swat

#Pashtunlongmarch2Karachi

04.05.2018

 

غزل

 

زه د اوبو په آئيـنه کې ســتا رڼــا وینــــــــــمه

هلته دې لیرې په موجــونو کې تنـها ویـــــنمه

 

زما دتقدیر د تور ښامــارد تیرې ژامې مخ ته

زما د بخت سره زه ستا د عشـق غـــزا وینمه

 

راکړه سرتوره یم دمــینې د پــوړني ســـــــــتر

زه دې حجاب کې دعــزت خپــــــله حیا وینـمه

 

لاس کې دې راکړه سیپاره د خپلې مینې په نام

زه یې د هر آیت په زړه کې ســـــتا دعا وینمه 

 

یو وار مې وپیژنه زه خانه خـــــــــــرابه یـمه

د رحیمې رنګ خو بدنام نن په وفـــا وینــــمه

 

رحېمه پشتونجار

11.05.2018

 

-
بېرته شاته