(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[11.May.2018 - 06:47]

که زه نه وای، تا به ځان لره بلل څوک

په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک

 

بدرګه که محبت راسره نه وای

یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک

 

ته مې وژنه دقصاص اندېښنه مه کړه

د خپل خون تور به ونيسمه بل څوک

 

تا پخپله سپينه خوله (خوشال) ته ورکړه 

ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک

-
بېرته شاته