(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لکه دباد په منډه

[11.May.2018 - 06:44]

لکه دباد يمه په منډه هره خوا څارمه

لکه دنيا په ما کښې ده ټوله دنيا څارمه

 

زه دنوروز دنوي کال په معنا نه پوهيږم

چرته ميله چې وي دښکليو هلته تا څارمه

زهٴ پکښې وينمه دچاد سترګو  يخې چينې

زهٴ تودې شګې دسراب چې په صحرا څارمه

بيا يادوم د اور نه جوړ هغه نمر مخے جانان

بيا سوزومه ځان هغه يخه هوا څارمه

مشال که مړ کړلو تيارې مشال خو مرګ نه لري

د سپين سبا ورک به زه تل په تور بيګا څارمه

ځان راته ووې زه دې ستړې کړمه څوک لټوې

ځان ته مې ووې مانه ورکه زه خو تا څارمه

 

ماته ئې ووې چې منګله! ته مې هيڅ نه لګے

ماته ئې ووې لاره پريږده زه اشنا څارمه

اسيرمنګل..مماڼه،،

-
بېرته شاته