(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته کافر یې

[11.May.2018 - 06:33]

 

ته کافر یی زه کافر یم مسلمان په مونږ کی څوک دی 

ته حیوان یی زه حیوان یم نو انسان په مونږ کی څوک دی

دی فتنو خو مو دا ښکلی وطن وران کړ لوټی لوټی

زه تباه یم ته تباه یی دا ودان په مونږ کی څوک دی

که د سیال سره میدان کی لږ دی خپل حالت ته ځیر شو

ته پریوتی زه پریوتی پهلوان په مونږ کی څوک دی 

زه هم حورو پسی مړ یم ته هم غواړی سپینی حوری

زه ملک ته فرشته یی نو شیطان په مونږ کی څوک دی

ای د یو بابا اولاده یو وجود مو دری ټوټی شو

ته پښتون شوی زه افغان شوم دا پټان په مونږ کی څوک دی

له اوبو نه هم ارزانه تل زمونږ وینه بهیږی 

ته هم من یی زه هم من یم نو ارزان په مونږ کی څوک دی

یوه اوښکه مونږ کی نشته چه دا بل اورونه مړه کړی

که ته اور یی زه "انګار" یم څراغان په مونږ کی څړک دی

 انګار پښتون

-
بېرته شاته