(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[11.May.2018 - 06:29]

غزل

اب حیات کې زهر راکړي او احسان هم کوي

ژوند رانه اخلي او د پاسه پرې خفګان هم کوي

 

د دې سړي د بې هوشۍ چغه له زړه نه وځي

لپه دعا کړي او د پاسه پرې باران هم کوي

 

زما د هيلو قاتل دومره سپين سترګي کوي چې

احساس مې وژني او په جار باندې اعلان هم کوي

 

تور ماښامی، مرمرين جسم او وريځ هم خوره ده

څه ظلم ته کوې او څه جبر اسمان هم کوي

 

سلګو نيولی دی، د خپلې تنهايۍ په اړه

په دې نازکه خوله قسم خوري او قران هم کوي

فیاض حمید

-
بېرته شاته