(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا بابا نه راځي

[11.May.2018 - 06:27]

تصـــویر دې بیرته یوســــه 

ســــــتا بابا جان نۀ راځــی

 

ســـتا د مــــاتم نه لــــــوګے

ســـــتا د ســـــلګو نه قربان

نۀ پـرې نــــړیــــږی زمکــــه

نۀ پــــرې ژړیـــږی اســـمان

د پردو ســـــترګې کلکـــــې 

د خپلو زړونه ســــــــــندان

لکــــــــه بوتان بې حـــــسه

دغـــه د زمــــــــکې خدایان

 

ســــــتا د کعبې پۀ لـــــوری

یو بې ایــــــمان نۀ راځــــی

تصـــویر دې بیرته یوســــه 

ســــــتا بابا جان نۀ راځــی

 

منـــم چې ســـــــتا باباجان

وۀ د بابا پېـــــــــــــــــروکار

د شــــــــــــــر پۀ لاره نۀ وۀ

هســـــې منصور شۀ پۀ دار

ولـــــــې نمـــــــــــسے د بابا

نن تـــــــاتــــه نۀ دے وزګار

هغــــــــــه بل ښـــــار له تلے 

پۀ ســـــــــیاســـــی کاروبار

 

هغـــــــه ســــتا غږ نۀ اوری 

ســــــتا پۀ خفګان نۀ راځی

تصـــویر دې بیرته یوســــه 

ســــــتا بابا جان نۀ راځــی

 

چـــا چې کــــــــرسۍ ګټلی

هغــــــه خپل ځان جوړوی

نن بیا لاهــــــور لـــــــه تلی

بل پاکســـــــــــتان جوړوی

زمونږ د ګـــــــور پۀ خاوره

ځان لـــــــه دوکان جوړوی

مونږه کـــــه زمکــــــه ژاړو

حو دوی اســـــمان جوړوی

 

ستا د انصاف لـــــــــــه پاره

دلتـــــــه یو خان نۀ راځـــی

تصـــویر دې بیرته یوســــه 

ســـــــتا بابا جان نۀ راځــی

 

څوک چې اســــــــلام راولی

دے ئې نیازبین خـــــو نۀ وۀ

ســـــــتا بابا جان پښتون وۀ

د دوی پۀ دین خــــــو نۀ وۀ

چې ئــــې اســــــــلام زبادلے

دومـــــــره سنګین خو نۀ وۀ 

د پښـــــــــتونخوا شـهید وۀ 

د فلســـــــطین خـــــو نۀ وۀ

 

د پښــــــــــتنو تپوس لـــــــه

دوی په قــــــــران نۀ راځــی

تصـــویر دې بیرته یوســــــه 

ســـــــتا بابا جان نۀ راځـــی

 

دا نور پۀ چـغــــــــــــو اخته 

اســـــــلام اباد غــــــــــواړی

دا مـــــــــرده باد وګــــــــړی

ځــــــان زنده باد غــــــواړی

د خپل مــــــفاد لــــــــه پاره 

اولـــــــس برباد غـــــــــواړی

دوی تل د خېر پۀ زمکــــــه 

شــــــــر او فـــــساد غـواړی

 

د لـــــــولکــــــــــــــو پۀ لاره

چـــــــــــرته لېوان نۀ راځی 

تصـــویر دې بیرته یوســــه 

ســــــتا بابا جان نۀ راځــی

 

ســـــــــتا باباجان بــــــــچیه

دې ســــــــیاســــــــــت وژلے

دا چې پۀ ســـترګو ړون دے

دې ریاسـت وژلــــــــــــــــــے

دا چې پۀ غوږو کـــــوڼ دے

دې عدالــت وژلـــــــــــــــــــے

دا چـــــې خپ -
بېرته شاته