(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه هم باچا ېم

[11.May.2018 - 06:24]

نظم 

زه هم پاچا یم خو پاچا دخپل کور 

خړه جونګړه مې سکه ده زما 

دژوند دګډ مزل ملګرې جينۍ

ددې جونګړې ملکه ده زما

دوه شاهزادګۍ لوڼې مې ګرځی پکې

دخټو کور مې شیش محل ښکاري

دوه شاځلمي دوه شاهزادګان زامن مې

لکه ګلاب لکه بخمل ښکاري

مونږه دخپلې پاچاهۍ دایره کې 

په ژوند قانع خوښ او خندان اوسیږو

زمونږ په هیڅ چا بدي نه لوریږي 

پاک او سپیڅلي انسانان اوسیږو

زه هم پاچا یمه دخپل کور پاچا

خوبهر ځمه مزدوري کومه

دپاچاهۍ خوب ته تعبیر لټوم

او خپل رعيت ته مې خواري کومه 

زه هم د خپل پلار او نيکه په شانتې 

غواړم بچیان مې ښه سبق ووایي 

غواړم لومړی ښه انسانان جوړ شي

بیا به نو خپله حق ته حق ووایي 

ما مې دپلار کتاب بچو ته ورکړو

چې په پښتو ژبه خپل دین زده کړي

چې دروان کاروان نه پاتې نشي

داوسني عصر آیین زده کړي 

زمونږ وطن زمونږ دمور غیږه ده

ځکه مو جوړه پاچاهي ده پکې

مونږه یې هر حالت په سترګو منو

که مو خاني که ملنګي ده پکې

                                                                              

خو په تورتم کې یوسړي ولاړ دی

ماسره دغه زنده ګي نه مني

هغه دخدای له ذاته هم منکر دی

هغه دخدای پاک بنده ګي نه مني 

ما وژني غواړي ملکه کونډه شي

اوشاهزادګان مې يتيمان پاتې شي

زما دخټو شیش محل ورانوي

چې ماشومان مې په میدان پاتې شي 

هغه د ژوند د خوشحالیو قاتل 

مونږ قتلوي زمونږه ژوند اخلي

دا دانسان شکل کې بل څه شی دی 

له زورولو مو هم خوند اخلي 

زما وطن زما دمور غیږه ده

دمور په غیږ کې ماشومان وژني

زما مکتب زما کتاب سوزوي

زما جومات کې انسانان وژني 

                                                                      

یوازې زه پاچا دخپل کور نه یم

دلته هر څوک دخپل یو کور پاچا دی

هر څوک خپل ژوند کې خوشحالي لټوي

څوک د سکوت او څوک دشور پاچا دی 

                                                                          

په دې تورتم کې دې ولاړ سړي به

خدای خبر څومره پاچاهان وژلي 

څومره به کونډې ملکې پاتي وي 

                                                                       

-
بېرته شاته