(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[10.May.2018 - 20:59]

طنزونه

محمود نظری

 

لوی شیطان  

لوی شیطان په مینا شریف کې کړس کړس په خندا سو

ول وای هره ورځ لوی شیطانان د افغانستان ما ولي

ما مازې اسمعیل ته ویل چې مه ځه تا دي آبا حلالوي

زما سل کوټې بدتره راځي دا دخلکو قصابان  ما  ولي

هلته ددې شیطانانو په لمسون لکونو انسانان مړه کیږي

دخلکو غولولو لپاره ما ته راځي واه ! دا لوړجانیان ما ولي

هلته دلویو شیطانانو  په لوړو غونډیو زیارتونه جوړیږي 

دلته دهغو شاګردان ډالر ته موږکان دین ته خاینان ما ولي

دا بیا عجبه دخلکو غولوني  دنیا  او   اسلامي وطن سو

رذیلانو یې بستره اچولې زما د انک لپاره دا ابلسیان ما ولي 

دا څلویښت کاله په سپينو جامو کې د مسلمانانو لاره کې ناست دي

زما درو ورځوناستي  لپاره دا زما سپین کالي دشر سیالان ما ولي

خدای ما ویني شاید اخیر ما وبښي دا سپکاوی چې دوی زما کوي

اخ ! ټول تر ما لوړ بې ګفته لوی  خبیثان او دووسان ما وهلي

ولاړ سي وطن ته په خلکو لاسونه مچوي چې ماشوم غوندې بیګناه یم 

چې بیا د ګناهو ډکه بنۍ سي که یې وس سي په ستنګر او هاوان ما ولي

څوک يې په ما توکي څوک یې ما په پټو انو ولي څوک هم په چپلکو

عجبه زمانه سوه   ان رشوتخوره ، زنا کاره او  وطنفروشان ما ولي

 

***

ځینې دا خاوره په خندا خندا  د بل ګڼي

چې د واک خبره سي وطن بیا خپل ګڼي

نه دي افغان مني نه دی اسلام مني واه!

چې امتیاز سي د وطن  خاین دلته اتل ګڼي

له ډیره کبره یې  له وړې ډبرې غر جوړ کړي

هینجه د ځان د ولس دسر  سورګل ګڼي

تا لیدلې چې کوم افغان خپله مورګړو کړي

داسې خلک  پیدا سوي دلته ځان اصل ګڼي

داچې نه په مور او ناموس بند دی  پردي دي

ځان  عاقلان او نور ولس ټول بې عقل ګڼي

د خپل غله ګوند او ډارې نه پرته ټول ملت

دا سراسر ولس افغان وطن دښمن اوجاهل ګڼي

هغه چې یوازې  د امریکا یانو په نر توب نازیږي

دهغو په  نري ځړېدلی دلته ځان نر او اتل ګڼي

هر کاذب  ځکه نورخلک لکه ځان کاذب بولي 

«نظری» دغله په نظر ټوله دنیا غله راځي، سم دا متل ګني

*********

نوم لیکنه

 

 

موږپوهیږو تاسو په ټاکنوبیا دخرو پالان بدلوئ

فیشن  دخپل ښه چوروچپاول   او تالان بدلوئ

موږ په هر څه پوه ګونګان  یو والاکه څه  ووایو

تخته هغه تخته ده هر یو مات پيادهګان بدلوئ

 

 

په نه نوم  لیکني ماته بې عقل او ساده مه وایه

ماته د غلو د بیا ټاکلو لپاره دا ته خوشوده مه وایه

زما رایه په دې ملک کې  څه ګته لري وایه که نر يې

ما که امریکا راوستي اجراییه ده ما ته لوده مه وایه

تا ته مو پوره دواک ډوډۍ درکړه تا له داړه نیمه کړه

ټوله ته يې ته ما ته نور کلیمه د سوده بوده مه وایه

 

 

موږ په ټاکنو کې یو دخدایه غوښت دوه راغله

موږ سم غوښت، دکمیسیون لخوا ټوله غله راغله

موږ مشر ته ډیري  رایي وکړې   سرو غلو ونه منلې

هغه چې امریکا غوښته  هغه دمشرسره مله راغله

ګوټې دافغان پرې سوې دامریکایانو یې په بلا

دیوه په ځای  واکمنان رنګارنګ پوره اووه راغله

ټول وطن يې د هرې خوا په بدبویه مرداریو و لړئ

په ټولو ملي کارونه کې ببره کرکه او  تفرقه راغله

خلکو دا غله پردیان یو شورا ته نه دي راوستي

څه په زور څه په  پیسو او څه دسیاپه ټاپه  راغله

پام ولسه !یو سړی بیا هم ستاسو په خوښه نه راځي

هر وار د ولس دا بوجله  په شکیل کې غله را غله

چې اشغال ورک نسي د  ټاکنو موږ ته وایه څه ګټه

په هر اشغال کې شورا ته دهغو خپله دله ډله راغله

زموږ په خوښه قانوني ان افغان په تذکره کې نه راځي

دبل په امر دقانون پورته له هوا ډله داجراییه راغله

موږپه کومو تورو سترګو بیا چا ته  خپله رایه ورکړو

دا په چا منې چې دبلبل په رایه توره راغچه راغله

مه کوه مه وژنه دا زموږ ساده او بې ګناه خلک

پيژندپاڼې اخیستو ته دلته ایجړاګان په ایشله راغله

داداوس پښتانه وکیلان لکه نر ښځي ټپوسان دي

له ازله شپږمیاشتي نر او شپږ میاشتي ښځینه راغله

بیا به هم نرانو افغانانو ته خپله رایه ورکړو خیر دی

بیا به چاته رایه ورنه کړو که بیا هغه لکیور غله راغله

**************

یاران که مچان؟!

 

چې خان یې درباندې   راټول یاران   دي

چې خوار یې درباندې  راټول مچان دي

دا دپوهو  او ناپوهو دوستانو لښه ده

هرڅوک پوهیږي ښه یاران لکه مچان دي

مګر په شاتو هر وخت  راټول  نه وي مچان؟!

په شتمن سړي تل راټول نه وي   ښه یاران؟!

چې پیسې خلاص سي ښه یاران یو یو ځي

د شاتو له خلاصیدو سره مخلص مچان یو یو ځي

نو ویلای سو مچان لکه یاران دي

یا  هم ویلای سو یاران لکه مچان دي

 

کله چې له جهنم څخه راغلم جنت ته

دلته ترما دمخه جنت ډک وو له دوږخیانو

د هر یو په ټټر کې توري تیږي  وې  ښخي

خولی یې له کرکې وي  لکه غونچه خنداني

دهغه جنت خاوندان ټول دوږخیان وه

خو زړونه یې ډک له  نور او ایمان وه

غیږ کې نیولی مهاجرو یې شودي لورولې

د هغووطن کې یې دخلکو وینې توییدولې

خپل وطن کې مهربانه مور بهر سمه بلا وه

نه پوهیږم  په کوم مخ چا ته ښه زیبا وه

دا زموږرښتیني دنیا ده دا زموږ دنیا ده

پټه يې نه لګیږي  کوم يې مخ کومه يې شا ده

 ******************

جنجال څوک جوړوي

 

 

دموټرو د تورو ښیښو  له بلا  څخه ایالت خلاصول

په دې نه کیږي په عسکرو دهر زورور خجالت پاکول

یو امر غواړي چې هر څوک خپله توره ښیښه خپله لیري کړي

که د چاتوره  وه په کونداغ  یې امر دی د شرارت ماتول

په عسکرو د ښیښو پاکول یو ډنګر امر دی د یو ډنګر حکومت

په دې بیکاره کار دی یوازې یوازې دا هوښیار ملت غولول

په لسو کالو تورې ښیښې پاکي نه سوي له دې تور وطنه

دناشولتو له دولت سره په هر ملي کار کې دی   سم رذالت  کول

 

 

 

 

د ملي شورا یوازینی کار دولت  ته جوړول  لوړ جنجالونه  دي

هر یو  د رای په ورکولو کې ټول کړي ډیر ډیر شنه ډالرونه دي

د وطن په غم کې یو نه دی  هر یو خپله اوجری سمه ارتوي

دهر چا  دخپل د نس د غټیدو لپاره  کړي خوراښه چمونه دي

 

چې سورغل یې مقرر کړ ما ویل ولا چې خپله هم سور غل دی

چي غلو ته یې څه ونه ویل ماویل ولا چې خپله  هم  ورسره مل دی

څرنګه کیدای سي چې واکمن غل نه وي کارمندان یې غله وي

داچې غل نه محاکمه کیږی ما ویل ولا   داخپله  د غلاد رواج چل دی

ګیدر چې زوړ سي دکولنګي چرګانو د نیولو اتومات خپله توبه باسې

ټوله ورځ  له غوسې ژر ژر تسبې اړوي ماویل لکه چې ویریدلی له اجل دی

هر  غل چې دکار ایسته سي بیاپر غره ولاړ درې رنګه اصلي وطني بیرغ سي

دورځي  داسې رپيږي ماویل  چې د واک پسې خوار سوی سینه بغل دی

 

اوجری ( لرۍ)

-
بېرته شاته